اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كامسيټس پوهنتون لخوا د داخلې منسوخ كولو په ضد د زده كونكو خواست منظورولو سره پوهنتون ته زده كونكي ته د ډګرۍ تر پايې رسولو موقعې وركولو هدايت كړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د كامسيټس پوهنتون دې زده كونكي ته د ډګرۍ بشپړولو موقع وركړي۔ پوهنتون د 7 سمسټرو بشپړېدو څخه ورستو د زده كونكي داخله منسوخ كړې وه۔ د تفصيلاتو له مخې د حماد بن زين داخله په كال 2017 كښې د كم نمبرو ترلاسه كولو په بنياد درې نيم كاله پس منسوخ كړې شوه۔ ۔صدر مملكت ووئيل چې د حيرانتيا خبره دا ده چې پوهنتون دومره لويه غلطي كړې٬ درې نيم كاله پس زده كونكي ته وئېلي شوي چې هغه د داخلې اهل نه دے۔ صدر مملكت ووئيل چې زده كونكي د 8 م سمسټر فيس ادا كړې او په تندۍ سره يۍ 7 سمسټر بشپړ كړي٬ د زده كونكي كومه غلطي نشته او بيا هم د هغه سباؤن ته زيان رسولې شوې دې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د انصاف تقاضا دا ده چې زده كونكي ته دې د ډګرۍ بشپړولو اجازه وركړې شي۔ د تفصيلاتو له مخې حماد بن زين( شكايت كونكي) وفاقي محتسب ته د كامسېټس په ضد شكايت وكړو۔ په دې وفاقي محتسب پوهنتون ته د دې معاملې د انكوائرۍ كولو او د قصور وار اهلكار د بې غورۍ ذمه وار ګرځولو حكم وكړو۔ په رېليف نه ترلاسه كېدو زده كونكي د وفاقي محتسب پريكړې په ضد صدر مملكت ته خواست وكړو په كوم چې صدر مملكت د زده كونكي خواست منظورولو سره د وفاقي محتسب پريكړه مسترد كړه۔ صدر مملكت ووئيل چې زده كونكي د خپلې ډګرۍ پروګرام 3 نيم كاله بشپړ كړې دي٬په زده كونكي د غلط بيانۍ كوم تور نشته٬هغه ته د پوهنتون د انتظاميې د تېروتنو سزا وركول پكار نه دي٬د داخلې منسوخ كېدو له امله به د زده كونكي وخت٬پيسه او محنت ضائع شي۔ده ووئيل چې پوهنتون دې د حماد بن زين داخله بحال كړي او محتسب ته دې په دې اړه رپورټ وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
References against Asif Zardari adjourned
-
Court defers Rana Shamim’s indictment in affidavit case
-
Relief items dispatched for Balochistan
-
PIA brings down per aircraft employees’ ratio to 260: CEO
-
Major roads of Murree cleared for all types of traffic: ISPR
-
Murree struggles to get back on its feet after deadly snowstorm
-
Bilawal Bhutto attends dinner organized by Rohail Asghar
-
CPPA-G, LUMS join hands for capacity building of power sector entities
-
Hazara Motorway playing vital role in tourism promotion
-
Govt plans to develop new tourist spots, says Sheikh Rasheed
-
US dollar stays steady against Pakistani rupee
-
PTI triumphs in foreign funding case: Buzdar