پېنډۍ 01 ستمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير د بنو دوره كړې او د بنو په چاٶدنه كښې د ژوبل شوې اهلكارو ئې تپوس پوښتنه كړې٬ بنو ته په رسېدو سرلښكر ته ځانمرګي بريد سره سره د امنيت پحقله په شوې اقداماتو بريفنګ وركړې شو۔ د جمعې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې سرلښكر د پوځ چارواكو او ځوانانو سره ملاقات كولو سره د دوي د عزم ستائنه وكړه۔ په دې موقع سرلښكر د بنو چاٶدنه كښې د ژوبل شوې اهلكارو پوښتنې لپاره د سي اېم اېچ دوره هم كړه او د دوي د صحت پحقله ئې معلومات وكړل۔ سرلښكر د بنو په ځانمرګي بريد كښې د شهيد شوې ځوانانو كورنيو له باور وركړو چې قام د غم په دې ګهړۍ كښې دوي سره ولاړ دے۔ سرلښكر ووئيل چې د ترهګرو بزدلانه بريد د ترهګرۍ خاتمې لپاره زمونږ عزم كمزورې كولې نشي، پاکستان كښې امن او استحكام زمونږ د شهيدانو د قربانو په سبب دے۔ ده ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه مورني هېواد څخه د ترهګرۍ د لعنت د خاتمې عزم لري
متعلقہ مضامین
-
Unseeded Ivan clinch World Jr Tennis C’ships title
-
Ombudsman lauds Punjab govt for improving jail conditions
-
Govt took numerous steps for special children: Minister
-
Partly cloudy weather forecast for KP
-
IHC seeks report in missing persons cases
-
Ending poverty, hunger must spearhead efforts to overcome pandemic-driven setbacks: Pakistan
-
Opp leaders will be in lockup before no-trust move: Fawad
-
Rapist convicted
-
Petrol price hike: Shibli offers tip to motorists
-
No-trust motion against govt a risk worth taking
-
In Belgium visit, COAS discusses Afghan situation
-
Semi, Hasheesh clinch World Jr Tennis C’ships title