لاهور 31 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي لنډ مهاله حكومت د هېواد معاشي استحكام او پرمختګ لپاره هر ممكن هڅې كوي٬ يو قام هم د تعليم نه غېر د پرمختګ منزل نشي ترسره كولے، د تعليم څانګې بهترۍ لپاره په ګډه كار كول وي، ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د انسټيټيوټ فار آرټ اينډ کلچر وړومبني كانووكېشن ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل حکومت د هېواد پرمختګ لپاره شپه او ورځ هڅې كوي٬ د آئي ټي څانګې ته وده وركولو سره ډېره زرمبادله كټلې كېدې شي٬ د سي پېك منصوبو سره پاكستان د پرمختګ منزلونه ترسره كړې دي، ده ووئېل زرعي څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري٬ په دې څانګه كښې جديد ټېكنالوجي او ريسرچ خپلو سره هېواد خود كفيل كېدے شي۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل په دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ تعليم يو داسې هنر دے چې په استعمال ئې د هېواد تقدير بدلېدے شي۔ په دې موقع ده سندونه ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو ته په مباركي وركولو كښې ووئيل ځوانان د پاكستان سباٶن دے۔٬ زه د انسټيټيوټ فار آرټ اينډ کلچر استاذانو له هم مباركي وركوم چا چې د دې زده كوٶنكو په كاميابۍ كښې مهم كردار لوبولے دے ٬ د تعليم په مېدان كښې د آئي اے سي كردار د ستائنې وړ دے۔ زه هيله لرم چې د ادارې ودې لپاره به فارغ التحصيل زده كوٶنكي او د هېواد پرمختګ كښې هم مهم كردار ولوبوي۔ انوارالحق کاکړ ووئيل پاکستان كښې د انفراسټرکچر او انفارميشن ټيکنالوجي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي ٬ مونږ د آئي ټي څانګې ته وده وركولو سره نه يواځې د آئي ټي ګرېجوېټ زياتولے شو بلكې دې سره زرمباله هم ګټلې كېدې شي٬ مونږ د نړۍ بهترين آئي ټي پروفېشنلز لرو۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك يوه ګيم چېنجر منصوبه ده۔ چين پاکستان اقتصادي راهداري د لارې پاكستان د پرمختګ منزلونه ترسره كړي۔ په دې موقع د انسټي ټيوټ فار آرټ اينډ کلچر وائس چانسلر محمد فېصل جنجوعه په کانووکيشن كښې په ګډون كولو د وزيراعظم انوارالحق کاکړ مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم انوارالحق كاكړ په بېلا بېلو څانګو كښې كاميابو زده كوٶنكو (هلكانو٬ جينكو) ته سندونه او مېډال وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن د نوكرو څخه د اخوا كړو خبريالانو احتجاجی مظاهره كښې د خيالاتو څركندونه
-
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ايوان صدر كښې د كرسمس دستورې ته وېنا
-
په قامي اسمبلۍ كښې د تلاوت كلام پاك او د نعت رسول مقبول نه پس د قامي سرود نوې راويت پیل كړې شو
-
العزیزیه او فلیګ شپ ریفرنس پريكړه كيدونكې ده ٬ ټول د احتساب عدالت تاریخی پريكړې ته ګورې، هغوي مني چې جائیداد د هغوي دې او دا نه وائي چې پیسه د كومه راغلې،د نوازشریف او د هغه بچو د اربونو روپو جائیداد چرته څخه راغلو
-
پاك پوځ خضدار كښې دوه اوونۍ دوام لرونكې سپورټس ګالا اهتمام كړې ۔ آئی اېس پی آر
-
د ريلوے وفاقی وزیر شیخ رشید احمد به په 27 دسمبر د ملتان ریلوے اسټېشن دورہ کوي
-
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د چين خارجه وزير وانګ ژي سره په ملاقات كښې خبرې
-
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كرسمس په موقع پېغام
-
د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري په زيارت رېزېډنسي كښې د بېرغ هسكولو دستورې ته وېنا
-
اپوزیشن په 5 كلونو كښې د تنقید نه علاوہ بل څه كار نه لري، ذوالفقار عباس بخاری
-
د وفاقي كابينې په غونډه كښې د قومي اسمبلۍ پخواني غړي علي رضا عابدي او د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د پلار بخښنې لپاره دعا وكړې شوه
-
د وزیر اعظم په سپارښتنه ایبټ آباد كښې هم د شیلټر هومز جوړولو او بې كوره