نیویارك 22 ستمبر (اے پي پي) نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ د دې باور څرګندونه كړې چې پاكستانی نژاد امریكائي وګړي به خپل ترسیلات زر، سرمایه كاری او فلاحی كارونو د لارې د پاكستان سماجی او اقتصادی پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔د جمعې په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د دې خيالاتو څرګندونه شمالی امریكا كښې مېشته پاكستانی نژاد ډاكټرانو تنظیم (اے پي پي این اے) يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل د ایسوسی ایشن صدر ډاكټر ارشد ریحان په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غوندې په موقع دوي سره په نیو یارك كښې ملاقات كړې۔ نګران وزیراعظم په پاكستان كښې د ایپنا سماجی بهبود، تعلیمی او طبی مرستي مشنز او پروګرامونو پشمول ډاكټر ارشد ریحان د پاكستانی نژاد امریكائي كمیونټی ترمينځه د اتحاد او يووالي پیغام مخ په وړاندې بوتللو كښې مثبت كردار وستائلو۔ده اے پي پي این اے له په پاكستان كښې هیلتھ ټورازم، میډیكل او پیرا میډیكل ایجوكیشن، ټریننګ او سكل ډویلپمنټ په څانګو كښې د سرمایه كارۍ كولو بلنه وركړه۔ نګراں وزیراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل 10 لكهه څخه زيات پاكستانی نژاد امریكائي د پاكستان اثاثه ده او د هېواد قامی پرمختګ كښې د هغوي كردار په بشپړه ډول منلې كېږي۔ نګران وزیراعظم ووئيل امریكا كښې مېشته وګړي د پاكستان اصل مخ او پاك امریكا اړيكو لا قوي كولو له يو قیمتی پل دې۔ ده پلاوي له په ټوله نړۍ كښې مېشته پاكستانیانو له آسانيو وركولو لپاره د حكومت د كلك عزم باور وركړو۔د اے پي پي این اے صدر ډاكټر ارشد ریحان د غړو د اړخه د وزیر اعظم سره په ملاقات د هغه مننه وكړه او وزیر اعظم له په پاكستان كښې د سماجی بهبود، تعلیمی او طبی څانګو كښې روان د اے پي پي این اے كار په اړه بریفنګ وركړو
متعلقہ مضامین
-
SME Finance Mela on 24th at LCCI
-
Sindh CM assures minority commission to resolve issues
-
MoU signed for revival of tourism in Punjab: SACM
-
Pakistan, US discuss humanitarian situation in Afghanistan
-
Two PTI MPAs booked for rioting outside Vankwani’s house
-
Naya Pakistan Qaumi Sehat Card launched in Gujranwala
-
ASER Pakistan report 2021-22 for KP launched
-
PM pursuing agenda of making Pakistan welfare state: Farrukh
-
JSMU celebrates World Oral Health Day
-
Fawad mocks Bilawal for pretending to address large gathering in Malakand
-
Farrukh rebukes Khaqan, Sethi for justifying corruption in media
-
Accused of embezzling money of aid program held