اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګراں وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي اوګرا يواځنۍ اداره ده كومه چې د پټرولیم مصنوعات بيعو په اړه اعلان کوي، پټرولیم مصنوعاتو بيعې په اړه د بے بنسټه رائے لرونكو څخه نه يو،بايد ورځپاڼې او خبريال خلیق کیانی په دې اړه د كومې نتیجې اخذ کولو څخه وړاندې زما څخه د پوښتلې شوې پوښتنې ځواب اوريدلے ؤ۔د خبريال خلیق کیانی د يو خبر حواله وركولو سره مرتضیٰ سولنګی د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي آئل اینډ ګیس ریګولیټری اتھارټي ټولو ته د پټرولیم مصنوعات بيعې په اړه د بے بنسټه ډنډورو څخه د ډډي كولو په اړه وئيلي دي ۔ نګراں وفاقی وزیر ووئيل مونږ د دې ډنډورو برخه نه يو،د يو پرېس کنفرنس په مهال ما څخه پوښتنه شوې وه چې د پټرولیم مصنوعات بيعې زياتيږي په دې اړه ما واضحه كړې وه چې د پټرولیم مصنوعات بيعې په بنیادی توګه نړيوال ماركيټ له مخې تعین كېږي او د ډالر شرح تبادله سره تعلق لري۔ نګراں وفاقی وزیر واضحه کړه چې د دې وئيلو نه غير امکان شته يا نه،ما په هغه ورځ د يو خپور شوي رپورټ ذکر کړے كوم كښې چې د بيعو كمې په اړه پیشنګوئی شوې وه۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل دا د اوګرا اختیار دے او اوګرا يواځنۍ اداره ده كومه چې د پټرولیم مصنوعات بيعو په اړه اعلان کوي۔
متعلقہ مضامین
-
PTI to organize largest public meeting: MPs
-
TB patient can affect 10 to 15 healthy people: speakers
-
CERN reviews associate membership of Pakistan
-
NA session adjourned sans tabling of no-trust motion
-
Two man injured due to kite string in Lahore
-
Police kill two decoits in encounter in Lahore
-
Wahab inaugurates 11th Sartyoon Sang Crafts exhibition
-
Wahab inaugurates 11th Sartyoon Sang Crafts exhibition
-
Increasing population biggest problem: minister
-
Pakistan rejects statement of India on OIC, Kashmir
-
Notice issued to Bilawal over violation of election code of conduct
-
Court defers indictment of Shehbaz Sharif, Hamza in money laundering, sugar cases