اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو،خپرونو او پارلماني چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې سېنېټ د بلوچستان پشمول د سركاری ملازمانو تنخاګانو او الاؤنسز لپاره كوم هم سفارش كوي په هغې به عمل كولې شي، بھټو كښې د زګ زیګ ټیكنالوجی استعمال سره په صحت خراب اثرات به كم شي، نګران حكومت كښې كوم هم غړې بلټ پروف ګاړې نه لري۔ د نهې په ورځ سېنېټ غونډې په مهال د پارلماني چارو وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د بهره مند خان تنګی او دنیش كمار د پوښتنې په ځواب ووئيل د بیورو كریسی د تنخاګانو او الائونسز موجوده صورتحال 17 اګست 2023 نه بس نه دې،د ډيرې مودې راهسې دې۔ده ووئيل سېنېټ چې د بلوچستان پشمول د سركاری ملازمانو د تنخاګانو او الائونسز لپاره كوم هم سفارش كوي په هغې به عمل كولې شي۔ سېنېټري فوزیه ارشد، محسن عزیز او دنیش كمار د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د اسلام آباد كلي والو سيمو كښې د بهټو بنديز او سموګ ختمولو په اړه د سېنېټ د تجاویز هركلے كوو، جدید ټیكنالوجی ګرانه ده خو دې څخه به استفاده كولې شي، بھټو كښې زګ زیګ ټیكنالوجی استعمال سره به په صحت خراب اثرات كم شي۔ سېنېټر محسن عزیز او سېنېټر عرفان الحق صدیقی د پوښتنو په ځواب نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی ووئيل هاؤسنګ كوټې څخه چې كوم ریټائرډ ملازمانو ته الاټمنټ لیټر نه دې ترلاسه شوې،په دې اړه د اړوندي محكمے تفصیلات ترلاسه كولو سره به ایوان خبرولې شي۔ سېنېټر مشتاق احمد د پوښتنې په ځواب نګران وفاقی وزیر ووئيل د هاؤسنګ وزارت د اړخه اېف 14، اېف 15 او بھاره كهو سیكټر كښې د پیش رفت معامله دې اړوندې قائمه كمېټغ ته ولېږلې شي په دې د سېنېټ چیئرمېن دا معامله اړوندې قائمه كمېټۍ ته ولېږله۔د سېنېټر محسن عزیز، سېنېټر مشتاق احمد او سېنېټر فدا محمد د پوښتنو په ځواب ده ووئيل نګران حكومت كښې چا سره هم بلټ پروف ګاړې نشته،تير دور كښې چې چا له بلټ پروف ګاړي ورګړې شوې د هغې تفصیلات شته۔د سېنېټ چیئرمېن په دې اړه تفصیلات ایوان ته د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Govt appoints Asim Ahmad as FBR chairman
-
Eid shopping reaches its peak ahead of Chand Raat
-
Pakistan to ask for additional $3.2bn Saudi aid package
-
Prime Minister rejects OGRA’s proposal to increase POL product prices
-
China, Pakistan have capabilities to cut off claws of terrorists: Wang Wenbin
-
RTA, traffic police take action against overcharging of fares
-
Kohli hits 58 but Bangalore lose to high-flying Gujarat
-
Rescue 1122 okays emergency plan for Eid holidays
-
Biggest gathering of Eid prayer in Karachi at Polo Ground
-
Govt not to raise petrol price: Miftah
-
Islamabad long march a bid to ‘save’ Farah
-
Keep army out of politics in country’s best interest: ISPR