لاهور 17 اپرېل (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ټول هېواد كښې د اووربلنګ په زيرو ټالرنس پالېسۍ خپلولو او د ككړې عملې په ضد د فرق نه غېر د كاروائي كولو حكم وركړے ۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل اووربلنګ به په هېڅ صورت برداشت نه كړے شي او نه به په دې كومه سمجهوته كولې شي۔محسن نقوي په ټول هېواد كښې د برېښنا غلو په ضد د كريك ډاؤن تندولو هم حكم وركړو او د اېف آئي اے افسرانو ته د اووربلنګ او برېښنا غلو په ضد د 100 فيصده كاركردګۍ ښودلو ئې هدايت وكړو ۔محسن نقوي ووئيل اووربلنګ اولس سره د ظلم مترادف دے٬ككړه عمله د كوم هم رعايت مستحق نه ده٬د اووربلنګ په معامله دې اولس ته سمدستي رېليف وركړے شي۔وفاقي وزير ووئيل د برېښنا غلا په پېښو قابو موندلو لپاره د بلوچستان او خېبرپښتونخوا حساس سيمو كښې به اېف آئي اے ته امنيت وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
PTI worker slapped for asking pungent question from Imran Khan
-
UN Women voices for pro-women legislation in Balochistan
-
GBJA and Legal Aid Society sign MoU for alternate dispute resolution
-
ATC extends interim bail of PTI leaders in ransacking cases
-
ATC extends interim bail of PTI leaders in ransacking cases
-
Development work starts on zero emission Red Line of KBRT
-
Enforced disappearances: is there a state operating within state?
-
PTI Sindh MPA arrested for ‘sexual harassment’
-
Delay in polls to cause further chaos, inflation
-
PTI protest outside Nawaz Sharif’s residence in London
-
Female student commits suicide in Hunza
-
Google delegation visits Pakistan on invitation of Tech Valley