اسلام آباد۔14مئی(اے پی پی) د قانون ٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ وئيلي دي د چمن، فاټا او پاټا وضعې څخه حكومت ښه خبر دے ٬ په دې اړه به د غړو د ګټورو وړاندېزونو د زړه له كومي هركلے كولے شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سني اتحاد كونسل غړي اسد قېصر د اعتراض په ځواب كښې وفاقي وزير اعظم نذیر تارړ ووئيل تېره ورځ د مخالفې ډلې مشر ښكاره خبرې وكړې٬ هغه بايد ځواب هم په تحمل سره اورېدلے ؤ ٬ د جمهوريت ښكلا په دې كښې ده چې يو بل په دليل او منطق قائل كړې شي٬ اولس مونږ دلته قانون سازۍ او خپلو مسئلو حل كولو له رالېږلې يؤ٬ دلته كتابونه څيرې كولو او چغې سورې وهلو سره مسئلې نه حل كيږي٬ كه څو د ګرانۍ خبره كوي نو د دغې حل دې هم رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د 21 م ترميم څخه وروستو فاټا او پاټا ته استثنی وركړې شوه٬ وزيراعظم دې معاملې څخه خبر دے ٬ مونږ دا ګڼو چې د فاټا او پاټا اولس تر څو لسيزو د ترهګرۍ په ضد جنګ وكړو۔ ټولو صوبو د اېن اېف سي خپلې برخې نه يو يو فيصد قرباني وركړه كومه چې د خېبر پښتونخوا حكومت ته وركړې شوه۔ و دغه رقم په ځپليو سيمو مصرف نه كړے شو٬ ده ووئېل دغه معامله د سېنېټ په كمېټۍ كښې هم پرته ده په دې اړه چې كوم وړاندېزونه راشي حكومت به ئۍ د زړه له كومي هركلے كوي۔ دې څخه وړاندې د اعتراض په نكته د سني اتحاد كونسل غړي اسد قېصر ووئيل په فاټا او پاټا كښې د ټېكسونو په اړه مونږ د پام ګرځونې نوټس جمع كړے٬ فاټا او پاټا څخه حكومت ته د 70 اربه روپو آمدن تر لاسه كيږي خو د دغې په مقابل كښې پرمختيائي كارونه نه كيږي٬ كه دغلته ټېكسونه ولګولې شي نو اولس به مايوسه شي او بې روزګاري به زياته شي ٬ ده ووئېل په دې معامله دې خاص كمېټي جوړه كړې شي۔ په خېبر پښتونخوا كښې 18 ٬ 18 ساعته لوډشېډنګ كيږي ٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د غلو په نيولو كښې د مرستې عزم كړے۔ سپیکر ووئيل د خزانې وزير سره دې زما ملاقات وكړے شي دغسې چې په ګډه دا مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل د برېښنا په غلا چې تر كومې قابو موندلے شوے نه وي نو زياته شوې ګردشي قرضه به ټول نظام لپاره خطر ګرځي۔ ده ووئيل قاچاق معيشت لپاره غټ خطر لري ٬ د قاچاق مخنيوي له نوے نظام لاګو كولے شي۔ ده ووئيل د هېواد ګټې له به ځينې كارونه كول وي۔ د چمن پولې صورتحال ښه كولو له به حكومت په بشري بنيادونو هڅه كوي
متعلقہ مضامین
-
EBM wins RoSPA Silver Award for excellent on-site health standards
-
Minister urges universities to focus on impactful research
-
Lahore High Court directs re-counting of votes for Punjab CM election
-
Shell Pakistan appoints Burque Corporation as distributor in Quetta
-
Law, order to be maintained during by-polls in Punjab: IGP
-
CEC reviews security arrangement for by-elections in Punjab
-
Principals enjoy two salaries; Teachers struggle to pay bills
-
Citizens advised to adopt precautionary measures against Corona, Congo viruses
-
Dua presented before medical board for age assessment
-
Court extends Moonis’ bail till July 14
-
Langu directs relevant sectors to remain alert in view of rain in Balochistan
-
People’s Bus Service to start on Clifton, DHA, Gulshan-e-Hadeed routes