پېنډې 23 اګست (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو٬ د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري٬ په دې لړ كښې به مونږ د خپلو قومي ګټو او د قومي پالېسې له مخې په غوره ډول خپل كردار ترسره كوو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل سره د ملاقات په مهال وكړې۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په پاكستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هيل په ملاقات كښې سرلښكر ته د امريكې د نوې پالېسې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د امريكې سفير ډېوډ هيل ووئيل چې د ترهګرې په ضد د پاكستان كردار ته امريكا د قدر په سترګه ګوري۔ د افغانستان مسئلې حل لپاره د پاكستان مرسته پكار ده۔ د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې د كوم بل هېواد پشان مونږ لپاره هم په افغانستان كښې امن اهميت لري۔ دې مقصد لپاره لپاره مونږ ډېر څه كړي دي او مونږ د چا خوشحالولو لپاره نه بلكې د خپلو قومي ګټو او د خپلې قومي پالېسې له مخې به په غوره ډول خپل دا كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل چې د امريكې څخه كومه مادي يا مالي مرسته نه بلكې د باور٬ تفاهم او د خپلو خدماتو اعتراف غواړو۔ سرلښكر ووئيل چې په افغانستان كښې پخوانې جنګ منطقي انجام ته رسولو لپاره د ټولو ډلو ترمېنځه شريك كار او همغږي د كاميابې كنجي ده
متعلقہ مضامین
-
Pakistan urges more UNSC-Peacebuilding Commission collaboration to help conflict-affected countries
-
Bishop calls for Palestine peace, urges Israel to respect int’l law
-
Covid-19 death toll crosses 19,000 mark
-
Bilawal Bhutto Zardari pays rich tribute to martyrs of May 12 massacre
-
New third Covid vaccine developed by Chinese researchers underway at Al shifa: Rahmat Khan
-
Health ministers visits Mayo Hospital corona monitoring unit
-
Observing SOPs key to contain spread of Covid-19: President
-
Imran Khan rings Palestinian President, assures Pak’s steadfast support for Palestine
-
Lok Virsa museums re-opens
-
PM pays tribute to Begum Nasim Wali for her struggle for democracy
-
Maryam Nawaz’s role akin to Indian politicians who caused Covid crisis in India: Fawad
-
RCCI seeks relief for Covid-hit businesses