اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي پاكستان د سي پېك په كاميابۍ سره بشپړولو او د سترو او سمندري لارو د لارې سيمه ايزو رابطو ته وده وركول باوري كولو سره اقتصادي شرح نمو 9 فيصده ته رسولې شي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبرې د انسټي ټيوټ آف مېري ټائم افيئرز تر سېوري لاندې نړيوال مېري ټائم سمپوزيم ته خپله وېنا كښې وكړې۔په دستوره كښې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان د نېوي مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ٬ د بحريه پوهنتون وائس چانسلر اېډمرل محمد شفيق ٬ د قامي سلامتيا سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه او د مېري ټائم ډي جي ريئر اېډمرل مختار خان ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل دا مهال د پاكستان شرح نمو 6 فيصده ده خو تر سمندر رسنه په مناسب توګه په كار راوستلو سره دې كښې پياوړې اضافه كېدې شي۔ ده ووئيل د هوا بازۍ څانګه اګرچه زياته زړه راښكونكې ده خو بيا هم 80 فيصده نړيوال تجارت اوس هم د سمندر د لارې كېږي۔ ده وووئيل دا ډول دستورې كول ډېر ضروري دي ځكه چې پاكستان په سي پېك عملدرآمد كوي او چين د يو روټ يوې پټۍ اقدام پېل كړې۔ وزيراعظم ووئيل د مېري ټائم څانګه د هر هېواد لپاره ډېره مهمه وي او پاكستان د پاك سمندري او مرچنټ نېوي كښې روايات جوړ كړي او اوس هم يو شمېر پاكستانيان مرچنټ نېوي كښې خپل كردار لوبوي۔ ده ووئيل مونږ ګڼو چې سمندر ته رسنه ښه اقتصادي او مواصلاتي رابطو له ضروري ده۔ ده ووئيل د بحرهند سيمه د نړيوال توان بهاؤ او تجارت لپاره مهم مرکز دې ځكه چې په دې سيمه د توان بهاؤ زيات دې، سيمه كښې تجارتی حجم زياتولو له دا ښه موقع ده۔ د سيمې د صورتحال ذکر کولو سره شاهد خاقان عباسی ووئيل د افغانستان د لارې تر مينځني اسياﺀ رياستونو رسنې باورې كولو له د افغان مسئلې حل ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د مينځني اسياﺀ رياستونه د بندرځايونو څخه استفادہ کولو له د سی پیك برخه ګرځيدو كښې خوښې لري، پاکستان دا مهال د 1700 کلومیټره څڅه زيات موټرویز نیټ ورك او په خاص توګه بلوچستان كښې 1200 کلومیټره اوږد نورو سړكونو ته وده وركوي۔ ده وئيل دا ډول منصوبې د ګوادر بندرځائې لپاره مرستياله دي، د سيمه ايزو رابطو ودې او مالیاتی همغږۍ له د چین اولس مشر شی جن پنګ په وژن عملدرآمد باورې كولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ وزیراعظم ووئيل هېواد كښې ګڼې موخې شته دې څخه نه يواځې هېواد بلكه سيمه كښې اقتصادی پرمختګ ته وده وركړې كيدې شي
متعلقہ مضامین
-
Talks with IMF moving forward positively: SBP governor
-
PM Khan to launch Rs. 2 billion honey project to boost honey production
-
US consulate organises hackathon for female programmers
-
Islamabad Court calls on Yousaf Raza Gilani for indictment
-
PM leaves for Saudi Arabia today on three-day visit
-
T20 WORLD CUP: Pakistan declares 12-member team against India
-
Court releases Khursheed Shah after 25 months
-
Apex court vacates SHC stay orders against anti-encroachment operations
-
Islamabad desires friendly ties with Delhi, says PM Imran Khan
-
Blocking TikTok violation of constitutional rights: IHC
-
No power in world can crush Kashmiris’ freedom struggle
-
DG ANF vows to make Pakistan free of drugs