لاهور 01 ستمبر (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د شاليمار روغتون كېس نېب ته لېږلې شي٬ د رېلوے پخواني وزير خواجه سعد رفيق په ضد مو نېب ته خط نه دې ليكلې٬ په نېب كښې د رېلوے 8 كېسونه چلېږي٬ څلور نور كېسونه هم ورلېږو٬ په يو كال كښې دننه به رېلوے په خپلو پښو ودروم۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د رېلوے په هېډكوارټرز كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د رېلوے افسران هم موجود وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې ده د رېلوے مزدور يونين سره ملاقات كړے چې پكښې د رېلوے مزدورانو د اپ ګرېډېشن په معاملو خبرې شوې دي۔ يو سكېل اپ ګرېډ كولو لپاره به وزيراعظم سره خبره وكړم۔ ده ووئيل چې په ټولو ډويژنل هېډكوارټرو كښې ب ه ډپټي ډي اېس په ځائ كولې شي چې دغسې د رېلوے كاركردګي لا ښه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان كاميابي د پوره هېواد او قوم كاميابي ده۔
متعلقہ مضامین
-
Lawyers’ role key for supremacy of constitution: Siraj ul Haq
-
Digitalisation key to provision of jobs to youth: minister
-
Opposition insists on new parliamentary committee
-
President Arif Alvi arrives in Quetta on two-day visit
-
Claims of ex-judge are just ‘plain lies’
-
Pakistani-American doctor sexually abused in Karachi
-
3,000 Sikh pilgrims to reach Lahore via Wagah
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
Two waitresses kidnapped and raped in Jhelum
-
CAMP, KP Ombudsperson to promote women rights
-
Experts for education roadmap in post-Covid era
-
Joint session legislation ‘worse than martial law’