اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي ايډن هاؤسنګ سوسائټۍ كيس كښې د پخواني ستر قاضي افتخار چوهدري زوم مرتضٰی امجد پھ دبئي كښې نيولې شوې٬د طاقتورو احتساب هم پېل شوې٬وزيراعظم عمران خان د كيس په اړه په 24 ساعتو كښې راپور غوښتې ٬پاتې مطلوب تورن ارسلان افتخار٬د هغه خور او د هغه سخر به هم ډېر زر ونيولې شي٬د پخواني ستر قاضي زوم مرتضٰی امجد د ايډن هاؤسنګ سوسائټۍ مالك دے كوم چې دبئي ته تښتېدلې ؤ٬د هغه د نيولو وارنټ نېب جاري كړی و۔د جمعې پھ ورځ د پارليمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د اطلاعات وزير ووئيل په پاكستان كښې د طاقتورو احتساب هم پیل شوې٬د وزيراعظم د لاهور دورې په موقع د ايډن هاؤسنګ سوسائټۍ ځپليو كسانو د وزيراعظم هاؤس په وړاندې احتجاج كړې ؤ ٬په تېر وخت كښې د ايډن هاؤسنګ په نوم سكيم كښې د پلاټونو په خرڅولو كښې لويه دهوكه شوې٬ ده ووئېل د سلګونو په شمېر خلقو په دې سكيم كښې چې څه جمع كړي وو٬پلاټونه ئې واخستل خو د فراډ له امله د هغوي پيسې لاړې۔د ايډن سوسائټۍ مالك د هغه وخت ستر قاضي افتخار چوهدري زوم ؤ ٬ وفاقې وزير ووئېل د حېرانۍ خبره ده افتخار چوهدري پھ خپله دا كيس واورېدو او يو اړخيزه پريكړه كولو سره يې د ايډن سوسائتۍ مالك له رېليف وركړو۔د اطلاعات وزير ووئيل اوس پھ دې كيس كښې لويې پرمختګ شوې او اېف آئي اے افتخار چوهدري زوم مرتضٰی امجد په دبئي كښې نيولې كوم چې په دې كيس كښې مطلوب و۔فواد چوهدري ووئيل په ايډن سوسائتۍ كيس كښې مطلوب نور تورن د پخواني
متعلقہ مضامین
-
Pakistan rescue team completes IERE 2021
-
Police creates halting points to curb crimes
-
Civil judge arrested for ‘raping’ woman in Lower Dir
-
Cabinet approves buying Saudi oil on deferred payments
-
Petroleum Prices may go down
-
Over 4.45m people vaccinated in Faisalabad
-
PML-N must apologise over Maryam’s audio: Farrukh
-
Elite economy, lack of rule of law deprived Pakistan of achieving potential: PM
-
Alvi meets Uzbek President: reaffirms Pakistan’s support for Trans-Afghan Railway project
-
Pakistanis in China hail introduction of Electronic Voting Machine
-
Pakistan heading towards sustainable growth rapidly: Farrukh Habib
-
Afghanistan inching towards economic collapse: president