اسلام آباد 27 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار وئيلي دي د سي پېك تر سېوري لاندې د پن برېښنا منصوبو ودې ته حكومت پام لرنه كوي چې ترمخه به ئې هېواد كښې د برېښنا زياتېدونكي حاجت ترسره كولو او د ارزانې برېښنا ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل دفتر كښې د چين ګازوبا کارپورېشن يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د چينائي كمپنۍ پلاوي مشري سوئيلي آسيا لپاره د ماركيټنګ مشر وانګ هو كوله۔ وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار ووئيل معاشي پرمختګ سره سره پاكستان كښې د توان حاجت مخ په زياتېدو دے۔ د برېښنا زياتېدونكې حاجت نظر كښې نيولو سره حكومت د پن برېښنا منصوبو جوړولو ته خاص پاملرنه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د ځائي او نورو ذريعو څخه د برېښنا ترلاسه كېدل ممكنولو له پالېسۍ جوړوي دغسې چې بلوچستان او د هېواد نورو لرو پرتو سيمو ته برېښنا وركړې شي۔ په دې لړ كښې به سولر پېنل جوړونكو غېر ملكي كمپنيو ته پاكستان كښې پلانټس لګولو له بلنه وركولې شي۔ د ملاقات په مهال د چينائي كمپنۍ نمائندګانو وفاقي وزير ته پاكستان كښې په روانو منصوبو او په خاص توګه د سنكياري پراجېكټ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ كمپنۍ د پاكستان دننه صوبائي او وفاقي حكومت سره په ګډه د توان په اړه د سرمايه كارۍ جاري ساتلو له د خپل عزم څرګندونه وكړه۔كمپنۍ پاكستان كښې د موجوده حكومت د 50 لكهه كورنو جوړولو منصوبه كښې سرمايه كارۍ كولو كښې له هم خوښي ښكاره كړه۔
متعلقہ مضامین
-
Elite economy, lack of rule of law deprived Pakistan of achieving potential: PM
-
Alvi meets Uzbek President: reaffirms Pakistan’s support for Trans-Afghan Railway project
-
Pakistanis in China hail introduction of Electronic Voting Machine
-
Pakistan heading towards sustainable growth rapidly: Farrukh Habib
-
Afghanistan inching towards economic collapse: president
-
By-election on Senate seat for Shauket Tarin on Dec 20
-
Artist suffering from cerebral palsy presents portraits to PM
-
President likely to sign Protection of Journalists, Media Professional bill on Wednesday
-
Rupee gains 0.27% against US dollar
-
Economic uplift of Afghans will ensure peace in region
-
Parliamentary Committee on national security to meet on December 6
-
13 million people vaccinated in Punjab first phase special drive