اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)كولمبو كښې د پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد حشمت د سري لنكا د سائنس او ټېكنالوجي وزير ډاكټر سارت امونوګاما سره ليدلي دي ۔د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔هائي كمشنر هغه ته په سوئېلي آسيا كښې د پائيدار پرمختګ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ په اره كمېشن د راتلونكې دورې نه خبر كړو۔هائي كمشنر د دې لوظ پخلې وكړو چې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي مرستې ته وده ترلاسه شي۔ډاكټر حشمت د سري لنكا وزير د پاك سري لنكا لوړو زده كړو مرستې پروګرام څخه خبر كړو چې له مخې ئې د سري لنكا زده كوونكو له بېلو څانګو كښې په سلګونو سكالرشپس وركړي شوي۔ده د ټېكنيكل تعليم پھ اړه سري لنكا ته د مرستې وړاندېز هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
Pakistani volunteers fighting Covid-19 in China’s Tianjin
-
Timely collection of Ushar to be ensured: SACM
-
Karachi to brace another spell of cold wave: Met Dept
-
PDMA Balochistan road clearance operation in snow-hit areas underway
-
Pakistani student volunteers to fight COVID-19 in Tianjin China
-
ITP continues crackdown against wrong parking
-
Alert issued after terror incidents
-
12 families trapped in snowfall recovered in North Waziristan
-
Thick fog disrupts flight schedule at Faisalabad Airport
-
Excise recovers 15kg hashish in two actions
-
Abu Dhabi crown prince calls PM to condole lives lost in Lahore blast
-
BoP to raise Rs13b debt for Lucky Electric