اسلام آباد 20 اكتوبر (اے پي پي) د سپريم كورټ تر سېوري لاندې د ده ورځنۍ واټر سېمپوزيم 20 نكاتي اعلاميه كښې وئيلي شوي دې چې د انډس باسين پاكستان په اړه په سمدستي توګه ګامونه پورته كولو سره دې د پاكستان صلاحيتونه تسليم كړې شي او په دې دې په سمدستي توګه عمل درآمد پېل كړې شي۔ د انډس باسين شان په ځائې ساتلو له به د وفاق ٬ صوبو او نورو انتظامي يونټس سره په ګډه د پاكستان اولس ته هم د يو جدي او تر ټولو مهم ذمه وار په توګه كتل وي۔ اعلاميه كښې وئيلي شوي چې پاكستان لپاره دا عمل ډېر ضروري دے چې په ډېمونو سرمايه كاري كولو سره دا جوړ كړې شي او دې سره د زمكې دننه د اوبو مناسب استعمال باوري كړې شي۔ دغسې د اوبو مناسبه ټېكنالوجي كارولو سره دې د ري سائيكلنګ د لارې دې د صفا اوبو په ترلاسه كولو هم غور وكړې شي۔ دې سره سره دې د اوبو رسنه او طلب متوازن وساتلې شي۔ د پاكستان صورتحال نظر كښې نيولو سره بېلو نړيوالو فورمونو ته تلو نه وړاندې دې نړيوالو قانونونو ته فوقيت وركړې شي۔ په انډس واټر ټرېټي عملدرآمد په لړ كښې د پاكستان حكمت عملۍ ته بيا وكتلې شي او په دې معامله دې بيا غور وكړې شي۔ د پاكستان حكومت له به د جديد ډېټا كلېكشن د لارې د اوبو د مقدار په باضابطه توګه تعين كول وي۔ دې سره سره په صوبو كښې مفاهمتي عمل ته وده وركولو له دې د سړي سر اوبو وېش په مناسبه كچه وكړې شي۔ په دې لړ كښې دې په خاص توګه انډس ډېلټا سيمو ته هم مناسب اوبه وركړې شي۔ د پاكستان د كركيلې زمكه محفوظ جوړول دې د اوبو په صحيح ډول كارولو سره سره ددې ذخيرې سوا كولو ته هم پام وكړې شي۔ د پاكستان په بېلو برخو كښې په ترجيحي بنيادونو او تندۍ سره دې بې شمېره واړه لوئې بندونه جوړ كړې شي او دا د انتظاميې ذمه واري ده۔ د انډس باسين د آبپاشۍ نېټ ورك دې لا پراخا كړې شي دې سره سره د پاكستان ښكته سيمو ته د اوبو رسنې له ګامونه پورته كړې شي۔ د بندونو جوړولو له د رقم ترلاسه كول باوري كولو له دې روايتي او غېر روايتي طريقې كومو كښې چې نېغ په نېغه سرمايه كاري ٬ کارپورېټ فنانسنګ، يو بل سره د مرستې د لارې سرمايه كاري ٬ د بانډونو اجراﺀ وغېره شامل دي دې وكارولې شي۔ سېلاب لپاره دې منصوبه بندي وكړې شي۔ د كارولې شويو موادو قابو كولو او پېداواري صلاحيت زياتولو له دې بېل ګامونه پورته كړې شي۔ په دې لړ كښې دې يو قانوني نېټ ورك جوړ كړې شي دغسې چې د چاپېرچل ساتنې له اداره جاتي انتظامات مضبوط كړې شي۔ اعلاميه كښی دا هم ووئيلې شو چې انډس باسين كوم چې د نړۍ تر ټولو لوئے د آبپاشۍ نظام دے دا مهال د اوبو كمي سره مخ كېدو سره سره دې ته د موسمياتي بدلون ٬ ودانۍ كښې زياتوالې او د مالي مرستې نشت والي په ډول بېل چېلنجونه پېښ دي كوم چې بايد په سمدستي توګه حل كړې شي۔ اعلاميه كښی دا هم ووئيلې شو چې د قانون په دائره كار كښې پاتې كېدو سره مناسب مېنډېټ سره دې يو موضوع انډس باسين اتھارټي وضعه كړې شي دغسې چې د انډس باسين شان او ددې ګټې باوري كړې شي۔ اتھارټي ته بايد اختياراتو سره سره په خپل مېكنزم عملدرآمد كولو له مالي وسائل هم وركړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
ECP finalizes arrangements for holding Lahore by elections on Dec 5
-
Opp decision to boycott security committee meeting ‘regrettable’
-
PWDs deserve access to education and jobs: Alvi
-
Drug Abuse: Unstated Challenge to the Progress of Pakistan
-
Religious fanaticism time bomb needed to be defused: Fawad
-
A tale of two flags: Pakistan and Kazakhstan
-
Criticism of court rulings is welcome
-
FM Qureshi to visit Brussels from Dec 6-8
-
Jhang AC gunned down by cousins in hometown
-
Zardari calls NA-133 results a new beginning of PPP in Punjab
-
Amid rising road incidents, Punjab contributed 80% of total road accidents
-
SC adjourns hearing of review petitions in sacked employees case