اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)د عيد ميلادالنبي(ص)په موقع د اسلام آباد په كنوشن سنټر كښې د رحمت اللعلمين كنفرنس په وروستۍ غونډه كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي په سيرت النبي(ص)او نعت رسول مقبول(ص)كتابونه ليكونكو ته انعامات وركړل۔ پھ دې موقع ټولو 53 اديبانو او شاعرانو ته انعامات وركړې شول۔ تېره ورځ وزيراعظم عمران خان هم 39 شخصياتو ته انعامات وركړي وو۔ د شورو په ورځ اولس مشر عارف علوي د سيرت او نعت د كتابونو په مقابلو كښې شريكو ځانګړې پوزېشن ترلاسه كونكو 14 اديبانو او شاعرانو ته انعامات وركړل۔ ماشومانو لپاره د سيرت په كتاب ليكلو كراچۍ سره تعلق لرونكې حافظه راحت عائشه ته وړومبې لاهور سره تعلق لرونكې عمران مشتاق ته دوهم او ملتان سره تعلق لرونكي عليم عمران ممتاز ته درېم انعام وركړی شو دغسې بنو سره تعلق لرونكي ډاكټر حسېن محمد قرېشي او د ناصر داؤد پشمول په سيمه ايزو ژبو كښې په سيرت النبي(ص)كتابونه ليكونكو ته هم انعامات وركړی شول۔د اردو نعت كتابونو په كټيګرۍ كښې محمد طفيل اعظمي ته وړومبې٬محمد امين ساجد سعيدي ته دوهم او ضياﺀ الله حېدر ته درېم انعام وركړی شو۔اولس مشر مالاكنډ سره تعلق لرونكي ډاكټر علي خېل ته د پښتو په ژبه كښې په نعت د كتاب په ليكلو او شكارپور سره تعلق لرونكي غلام محمد قادري ته په سندهي ژبه كښې په كتاب ليكلو انعام وركړو۔د دې نه علاوه ده په مقابلو كښې ښه پوزېشن ترلاسه كونكو نورو اديبانو او شاعرانو ته هم انعامونه وركړې شول۔پھ دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري اولس مشر ډاكټر عارف علوي ته خاص شيلډ وړاندې كړو۔
متعلقہ مضامین
-
GB Scouts’ skiers claim gold, silver medals in National Championship
-
Govt makes HEC chairman toothless by clipping powers
-
Abbasi pays tribute to martyrs of Pak Army
-
More global firms apologise over tweets on Indian-occupied Kashmir
-
Kashmiri freedom fighter Maqbool Butt’s 38th martyrdom anniversary today
-
China-Pakistan welcome third party participation in CPEC development: Zhao Lijian
-
Muhammad Nawaz ruled out of remaining PSL 7 due to bone fracture
-
President contacts martyrs’ families, pays tributes to Panjgur sacrifices
-
Unseeded Ivan clinch World Jr Tennis C’ships title
-
Ombudsman lauds Punjab govt for improving jail conditions
-
Govt took numerous steps for special children: Minister
-
Partly cloudy weather forecast for KP