اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) پاکستان او بېلاروس د سفارتي اړيكو 25م سالګره په ښه ډول لمانځلو لپاره بېلا روس په اسلام آباد كښې د يو شمېر دستورو كولو منصوبه جوړوي۔ دا خبرې پاكستان كښې د بېلاروس سفير اېنډرائی ارمولویچ د شورو په ورځ د قامي خبر رسنې ادارې (اے پي پي) د مركزي دفتر دورې په مهال وكړې۔ د بېلاروس سفیر ووئيل پاكستان او بېلاروس به راتلونكې كال فرورۍ كښې د شريكو اړيكو 25م سالګرې په موقع د دوه اړخيزه اړيكو نوې باب پېل كولې شي۔ ده ووئيل د بېلا روس حكومت په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره د نويو موقعو په لټون كښې د راتلونكي كال د سالګرې دستورو په اړه خپل د لوړې كچې نمائندګان د پاكستان يو شمېر دورې ترتيب كړې دي۔ ده ووئيل د بېلاروس نائب خارجه وزير او د صنعت وزير به جلا جلا د پاكستان دوره كوي كومو لپاره چې د نېټو تعين روان دے۔ ده ووئيل چې پوليټيكل سائنټسټس پلاوې به هم سنټر فار ګلوبل اېنډ ستراتېژك سټډيز معاونت سره به فرورۍ كښې په اسلام آباد كښې يو كنفرنس كوي او د بېلاروس سفارت به اسلام آباد كښې د عكسونو د نندارتون اهتمام كوي چې مقصد ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سفارتي اړيكې رامخې ته كول دي۔ د اے پي پي منیجنګ ډائرېكټر محمد قمر اﷲ چوهدري سره د ملاقات په مهال د اے پي پي او بېلاروس خبر رسنې دارې بېلټا ترمېنځه د خبرونو د تبادلې په څانګه كښې د مرستې جاج واخستې شو۔ د اے پي پي اېم ډي د بېلا روس سفير نزدې 35 نړيوالو خبر رسنو ادارو سره د خبرونو تبادلې په څانګه كښې د مرستې په اړه خبر كړو چې مقصد ئې د پاکستان په اړه د مستند خبرونو او د مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ ده ووئيل اوسنې نيوز پورټل اقدام “اے پي پي ګلوبل” د پاکستان اولین خبر رسنې ادارے او د نورو خبر رسنو ادارو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي او دا د اړوند هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره په جزوي توګه يوه سفارتي ذريعه تصور كېدې شي۔ په دې مهال ډائرېكټر نيوز شفیق احمد قرېشي، ډائرېکټر انفارمېشن ټېکنالوجي غواث خان او ډائرېكټر اكنامك نيوز سروس بلال تهيم هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Abbasi pays tribute to martyrs of Pak Army
-
Two killed, one injured as paper mill catches fire
-
Pakistan wants to expand ties with friendly states: president
-
PTI govt taking exemplary measures for overseas Pakistanis: Khawar
-
Mian Mansha thanks Prince of Wales for supporting Pakistan
-
“Everyone beautiful like snowflake”: Pakistani performer of Beijing Winter Olympics’ opening ceremony
-
Haleem demands JIT to probe harassment, killing of female students
-
PCB chairman discusses PSL security with police officials
-
People in IIOJK living a hellish life under shadow of war: APHC
-
Pakistan heading towards development: Bashrat
-
Qadri proposes PM Khan to mark ‘Int’l Hijab Day’ on March 8
-
Public to never forgive Nawaz & Company for looting national wealth: Fawad