اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د چين د بي آر آئي پروګرام ترسېوري لاندې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترسره كېدو او پراختيا سره به دا منطقه د 21 مې پېړۍ د نړيوال معيشت مركز وګرځي۔ د پاكستان دوست هېوادونو په سخت وخت كښې زمونږ مرسته كړې ۔ دا آخرنې ځل دے چې پاكستان مرسته غوښتې ده۔ مونږ د ايران ٬ هند او تركيه په شمول ټولو ګاونډي او سيمه ايزو هېوادونو سره تجارتي اړيكې زياتول غواړو۔ ده د شورؤ په ورځ د برکی انسټیټیوټ آف پبلک پالېسی(بی آئی پی پی) ترسېوري لاندې د كلن راپور جاري كولو دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د چين او پاكستان اړيكې د روايتي اړيكو نه وړاندې تللي۔ چين ټول عمري د پاكستان مرسته كړې او په اوسنو سختو حالاتو كښې هم د سعودي عربستان په ډول چين زمونږ مرسته كړې۔ ده ووئيل د متحدہ عرب امارات او نورو ملګرو هېوادونو له باور وركوم چې دا آخرنې ځل دې چې پاكستان مرسته غوښتې ده۔ په دې مسئلو قابو موندلو له يو وژن او ګرېنډ پلان ته اړتيا وه او مونږ په دې لړ كښې جدي هڅې كوو۔ د خزانې وزير ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري د بي آر آئي پروګرام مهمه برخه ده۔ سي پېك د پاكستان او چين دوه اړخيزه د ګډې منصوبه ده ٬ بيا هم د دواړو هېوادونو مشرتابه د سي پېك ترسېوري لاندې انفرادي منصوبو لپاره درېم هېواد ته د شاملېدو بلنې وركولو ته صلا شوي۔ ده ووئيل د دې بنيادي مقصد دې منصوبې ته په سيمه ايزه كچه پراختيا وركول دي چې ترمخه ئې قطب څخه تر سوئيل سره سره لوئيديز پلو هم رابطه كارۍ ته وده وركولې كېدې شي۔ ده ووئيل زما په خيال كه هند كښې هم داسې مشرتابه رامخې ته شي كوم چې پراخا وژن لري او د هغوې سوچ فوري ګټې پلو وي نو دا رابطه كاري ختيځ پلو هم زياېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان به يوازې دې منصوبې څخه استفاده كوؤنكې هېواد نه وي بلكې د دې د لارې سيمه ايز معيشت كښې هم خپل كردار ترسره كول غواړي۔ ده ووئيل ایران د پاکستان مهم ګاونډي هېواد دے او نړۍ بايد د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت په لاره كښې خنډان نه راولاړوي ۔ ده ووئيل نړيوال بانك او د نورو نړيوالو ادارو كسانو سره ملاقات كوو نو هغوي تل وائي سيمه ايز تجارت اقتصادي نمو لپاره ضروري دے۔ او دوئي هند سره د ښو تجارتي اړيكو په حاجت زور راوړي۔ ولې د حېرانتيا خبره دا ده چې زمونږ لوئيديز ګاونډي هېواد ايران سره څوك داسې خبره نه كوي۔ ده ووئېل هيله ده چې د نړيوالې ورورولۍ په دې دوه مخيزې معيار كښې به وخت تېرېدو سره كمې راشي۔ اسد عمر ووئيل وزيراعظم هند سره تجارتي اړيكې زياتولو له ګامونه پورته كړي۔ هيله ده چې هند كښې ټول ټاكنو څخه وروستو به نوې مشرتابه ددې پياوړې ځواب وركړي۔ په دې مهال ده وزيراعظم سره د تركيه اوسنۍ دورې او په دغه مهال اقتصادي اړيكو زياتولو له د ګامونو ذكر وكړو۔ ده ووئيل سټېټجېك اكناك فرېم ورك تجويز كړې شوې ؤ۔په په لړ كښې اولنۍ غونډه نن كېدونكې ده او هيله ده چې اپرېل كښې به د پاكستان او تركيه ترمنځه اولنې فرېم ورك لاس ليك كړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan committed to protecting minorities rights: Ch Sarwar
-
IHC for one more chance to India to hire lawyer for Kulbhushan
-
13 dead, 988 injured in Punjab road accidents
-
Putin vows ‘uncompromising fight’ as Ukraine war enters second week
-
PML-Q vows to stand by PM in ‘national interest’
-
MQM-P apologises for May 12 tragedy ‘misjudgment’
-
Peshawar to get tube-well water for seven hours a day
-
Opposition making futile attempts for no-confidence move: Buzdar
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
Police launches mobile App to improve service on modern technology
-
PM to embark on Europe tour soon
-
Two kids dead in fire due to short circuit