اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي د ځنګلاتو زمكه به د قبضه ګرو نه راخلاصوٶ٬ پاك ٬ شين او ښكلے پاكستان زمونږ مقصد دے٬ د ماحول بهترۍ اقداماتو د لارې به اسلام اباد د نورو ښارونو لپاره مثال جوړٶ٬ قانون ټولو لپاره يو برابر دے٬ قبضه ګرې مافيا چې كوم زيانونه كړي ھغه به ھغوي پورا كوي٬ د فارېسټ لېنډ 211 اېكړا زمكه مو قبضه ګرو څخه راخلاصه كړې او پاتې به د سروے آف پاكستان د حد بندۍ نه پس راخلاصوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د اسلام اباد تمېر كلي كښې قبضه ګرو څخه د ځنګلونو زمكې راخلاصولو په موقع ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل كلين اېنډ ګرېن پاكستان د وزیراعظم عمران خان وژن دے چې له مخې ئې د لېنډ مافيا څخه د لېګل فرېم ورك آرډر له مخې دا ډله كار كوي چا چې تر اوسه قبضه ګرو او لېنډ مافيا څخه په سلګونو اېكړا زمكه راخلاصه كړې ۔ ده په دې موقع د ډلې د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل د ماحول بهترۍ اقداماتو د لارې به اسلام اباد نورو ښارونو لپاره مثال جوړٶ۔ شهریار آپریدي ووئيل كومې ونې چې وهلې شوې د ھغې اندازه لګوٶ او زيان به ئې قبضه ګرو څخه پورا كوٶ٬ چا سره به زياتې نه كوٶ۔ په دې موقع د سي ډي اے او د ضلعي انتظاميې چارواكي هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
Excise police recover 266 kg hashish
-
Commander National Guard of Bahrain calls on COAS; lauds Pakistan Armed Forces professionalism
-
Pak athletes to feature in South Asian Cross-Country Athletics C’ship
-
Govt to involve youth in policy-making
-
Marri advises PM to resign
-
PPP wants ISI to probe Aseefa ‘drone attack’
-
Opposition wants NRO but to fail in their purpose: Murad Saeed
-
IHC moved against ECP notice to PM
-
ECP teams penalize MNAs, MPA over violation of LG elections’ code of conduct
-
Pak vs Aus: T20I, ODI matches shifted to Lahore says Sheikh Rasheed
-
Governor discusses progress on Uch Canal Project
-
Khan standing firm: Shahbaz Gill