اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ٬ د دفاع وزير پروېز خټك وئيلي دي هند د او آئي سي موئسس غړي پاكستان په ضد د يرغل ارتكاب او د سالميت خلاف ورزي كړې ده ٬ د كوم ځواب وركولو لپاره چې خپل حق محفوظ ساتو٬ پاکستان به ځوابي كاروائۍ لپاره د وخت او ځائي ټاكڼه پخپله كوي٬ دا اقدام هند كښې انتخابي ماحول لپاره پورته كړې شوې ٬ كوم چې د منطقې امن او استحكام سنګين خطر سره مخ كړې ٬ قام به نه مايوسه كوٶ٬ د پاكستان سول او پوځي قيادت په هندي عزائمو پوهېږي او د ھغې په ځواب وركولو هم٬ اوسني صورتحال كښې هند لپاره په يو فورم هم د رعايت هېڅ ګنجائش نشته ٬ د ملګرو ملتونو پشمول نړيوالې ادارې به د صورتحال نه خبروٶ۔ د نهې په ورځ په خارجه وزرات كښې د خزانې وزير اسد عمر په سره په ګډه خبري كفنرنس ته د خپلې وېنا په پېل خارجه وزير شاه محمود قرېشي د عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ د خاص غونډه اعلاميه واوروله۔ د قلمې سلامتيا کمیټۍ بالاکوټ سره نزدې د مبینه ترهه ګر کیمپ په نښه كولو او د لوي ځانې زيان په اړه هندۍ ادعاګانې رد کولو سره ووئېل يو ځل بيا هنډي حكومت د نادانۍ ٬ د ځان نه جوړو كړو او ناسمو ادعاګانو سهارا اخستې ده٬ ده ووئېل هند د جواز نه غېر د جارحيت ارتكاب كړې ٬ دا اقدام هند كښې انتخابي ماحول لپاره دے چې ورسره د منطقې امن او استحكام سنګين خطر سره مخ شوې٬ ده ووئېل په كومه سيمه كښې چې د بريد ادعا كېږي ھغه نړۍ لپاره پرانستې پرته ده چې ھغوي په حقيقت پوهه شي٬ دې لپاره د هېواد او نړيواله ميډيا ھغه ځائ ته بوتللې شي۔ په غونډه كښې وئيلې شوي هند د جواز نه غېر د جارحيت ارتكاب كړې ٬ پاكستان به ځوابي كاروائۍ لپاره د وخت او ځائ تعين پخپله كوي٬ قام په اعتماد كښې اخستو له حكومت د پارلمان شريكه غونډه د رابللو له پرېكړه كړې ده ٬ د قامې سلامتيا كمېټۍ غونډھ كښې وزیراعظم د فرورۍ په 27مه نيټه د نېشنل كمانډ اتهارټې (اېن سي اے) خاص غونډه هم د رابللو پرېكړه شوې ۔ وزیراعظم امر كړې چې وسله وال ځواكونه او د پاكستان اولس پشمول د قامي قوت عناصر هر ډول حالاتو لپاره دې چمتو اوسيږي ۔ خارجه وزير ووئېل ووئيل منطقه كښې د هند غېر ذمه واره پالسي بې نقابه كولو لپاره نړيوالو مشرانو سره د رابطو هم پرېكړه شوې۔ غونډه كښې وزیراعظم د ځان او مال د هر ډول زيان نه غېر هندي هڅه شنډولو لپاره د پاك فضائي په وخت او د موثره ځوابي كاروائۍ ستائنه وكړه۔ خارجه وزیر ميډيا ته ووئيل د بي جے پي واكمنو د غېر ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د لائن آف كنټرول خلاف اقدام كړې٬ دا اقدام هند كښې انتخابي ماحول له اخستې شوې٬ مودي سرکار د سیاست ضروریاتو له مخې مهم جوئۍ كوي ځكه چې هندي اولس د بي جے پي انتخابي تحريك رد كړې او ځكه ھغه خپل سياست لپاره د پاكستان انتخاب كړے ۔ ده ووئېل پلوامه كښې بريد كېږي خو نښه ئې هندي مسلمانان او په مقبوضه كشمير كښې بې ګناه اولس وي ٬ په نوي ډيلي كښې په ځوانانو بريدونه كېږي٬ 26 كلن ځوان چې پلوامه سره هېڅ تعلق نه لري په نښه كېږي٬ د ھغه څه قصور دے۔ خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي ووئيل وزیراعظم عمران خپل اوسني بيان كښې هند ته د مرستې وړاندېز كولو سره وئيلي دي كه شواهد وي نو مونږ به مرسته كوٶ٬ د دې باوجود جارحيت وكړې شو اوس مونږ د خپلې دفاع حق لرو۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د هندۍ خارجه وزيرې سشماسوراج د ګډون په اړه تېره ورځ د او آئي سي د بېړنۍ غوندې په لړ كښې د يو اے اي خارجه وزير سره تفصيلي خبرې شوې ٬ مونږ د پاكستان نكته نظر وړاندې كړې ٶ٬ په كومې چې يو اے اي مشاورت لپاره وخت غوښتې۔ ده ووئيل د او آئي سي د رابطه ګروپ غونډه په يو اے اي كښې روانه ده چې كښې خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه ګډون كوي او د پاكستان نقطه نظر به وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د سعودی عرب ولی عهد او یو اے اي ولي عهد سره خبره كړې او ھغه د او آئي سي غونډه كښې د پاكستان نقطه نظر وړاندې كړې خو نن د هند لخوا د او آئي سي د موئسس غړي په ضد د جارحيت ارتكاب شوې او صورتحال بيخي بدل شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د او آئي سي قراردادونه د خزلې ټوكرۍ ته غورځولې شوې ، او آئي سي دې دا نوې صورتحال تر نظره لاندې وساتي او د دې معاملې دې بيا د سره جاج واخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل پارلمان به د ټول صورتحال پحقله بريف كوٶ٬ ټول حقائق به ورته وړاندې كوٶ٬ دوي به په اعتماد كښې اخلو۔ ده ووئيل په دې حالاتو كښې مې د نړۍ بېلا بېلو خارجه وزيرانو سره تماس نيولې او ھغوي مې د هند د عزائمو نه په وخت خبر كړي چې مودي سركاري د سياسي تقاضو له مخې د څه نه څه مهم جوئۍ ضرورت محسوسوي۔ ده ووئېل د کابل، ماسکو، دوحه پشمول د بېلا بېلو هېوادونو دورو په موقع ماسكو كښې د روسيې خپل همڅنګ مې هم خبر كړې چې زه اندېښنه لرم چې هند داسې اونه كړي٬ كه داسې وكړي نو دا منطقه به سلامتيا له لوې خطر شي٬ ده ووئېل په میونخ کنفرنس كښې هم ، ما د پلوامه بريد په سمدستي توګه غندنه كړې۔ د اروپائي ائتلاف د خارجه عمومي سېكتر ٬ د برتايې ٬ د چين خارجه وزير پشمول نور وزيران مې هم د صورتحال نه خبر كړې ٬ نن مې تركيه هم د ټول صورتحال نه خبر كړې ۔ ده ووئيل د پاکستان سول او پوځي قيادت په هندي عزائمو پوهېږي او د دې په ځواب هم ۔ ده ووئيل ووئيل اړې ګړې زياتول او اشتعال پېدا كول زمونږ مقصد نه ٶ او بلخوا هند تل د راپارولو خبرې كوي۔ ده ووئيل په دې پړاٶ كښ صورتحال نازك دے ، مونږ يو ذمه وار او سوله ايز هېواد يو٬ د پاكستان د وقار او د پولو د دفاع په اهميت پوهېږو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ فضائي په وخت ځوابي كاروائي كړې او ھغوي هر ډوول صورتحال او چېلنج سره مخ كېدو لپاره په بشپړه توګه چټك او ويخ وو٬ كه پاكستان خبر نه وې نو ځواب ئي څنګ وركړو او هندي الوتكې ئې زغلولې ولې ۔ ده ووئيل په سمدستي توګه دا معلومه نه وه چې ځاني زيان شوې يا نه ٬ كه زيان شوې وې نو د دې نه پس به صورتحال ته په كوم بل وضعه كتل وو٬ د کرتار پور راهدارۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل کرتار پور راهداري د اوږدې مودې يو خواهش ٶ كوم چې پاكستان ترسره كړې٬ په دې كښې د خېرسګالۍ جذبه وه، د امن يو پېغام ٶ كوم چې پاكستان وركړې٬ كله هم د جارحیت نه نه يو ېرېدلې، مونږ لارې بندلولو لپاره نه دي پرانستې خو د هند خو د ذهن لارې بندې دي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند د بريد په اړه ډنډوري كوي٬ دا په ذهن كښې وساتۍ چې هند كښې د ټاكنو كمپائن روان دے او چې كله د سياست مدار په وړاندې ووټ راشي نو د ھغه دماغ خراب شي٬ د هند لخوا جېش محمد په نښه كولو ادعا بې بنسټه ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل د بريد نه سمدستي وروستو معلومه نه وه چې مرګ ژوبله شوې يا نا٬ څنګه چې رڼا شوه نو رښتيا رامخې ته شوو٬
متعلقہ مضامین
-
Instead of becoming a part of any block, Pakistan chooses to be a partner in peace: FM
-
No-confidence motion: What is Article 6 of Pakistan’s Constitution?
-
UET organises conference on ‘Hydrology, Water Resources’
-
Dismissing Kashmiri govt employees, India’s colonialism campaign: JKNF
-
SC returns petition seeking formation of commission to probe conspiracy
-
Police, DRC, elders resolve 30-year-old dispute
-
PA session summoned to choose new CM deferred
-
Imran de-notified as prime minister
-
Air Quality of Capital improves after repeated polluted days
-
US official avoids question on regime change conspiracy in Pakistan
-
Air quality of Islamabad improves: EPA
-
Consultative dialogue on national oxygen therapy guidelines held