اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز وئيلي دي چې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ايوان په موثر ډول چلوي چې ورسره په قانون سازې كښې مرسته كېږي٬ د مخالفې ډلې ګوندونه خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ كولو لپاره د فشار اچولو په خاطر د سېنېټ چيئرمن بدلول غواړي۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د مخالفې ډلې ګوندونه د سېنېټ چيئرمېن بدلول غواړي خو هغه په قومي ګټه غوره كار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې د مخالفې ډلې ګوندونه خپل مشران د احتساب د عمل نه بچ كولو لپاره د فشار اچولو په خاطر د سېنېټ چيئرمن بدلول غواړي كوم چې د بدعنوانې په تورونو په زندانونو كښې دي۔ ده ووئيل چې پي ټي آئي د صادق سنجراني ځكه ملاتړ كړے و چې مونږ د سېنېټ چيئرمېن د بلوچستان ته راوستل غوښتل٬ صادق سنجراني پي ټي آئي سره هېڅ تعلق نه لري خو بيا ئې هم مونږ ملاتړ وكړو۔ ده ووئيل چې د پيپلز ګوند لخوا د سېنېټ چيئرمېن لپاره د رضا رباني٬ رحمان ملك او د سليم مانډوي والا نومونه راغلي دي او مسلم ليګ لا په دې اړه په كوم نوم اتفاق نه دے كړے۔ ده ووئيل چې د صادق سنجراني بدلون به د جمهوريت په ضد سازش ګڼلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
LHC to hear petitions against Hamza on 20th
-
Minister Salik discusses political situation with Punjab CM
-
Govt to sell flour to KP people at cheaper rates
-
Pakistan’s tuberculosis incidence is 259 per 100,000 population
-
PM calls for joint efforts to end power outages
-
Head of PM’s Strategic Reforms welcomes World Bank’s interest in safe transport for women, waste management
-
All political parties in Senate record protest against blasphemous statement of BJP spokesperson
-
Rs6.33b allocated for IT, Telecom Division
-
Taxable income limit raised to Rs 1.2m/year
-
PPP Multan chapter extol budgetary allocations, increase in BISP funds
-
Rs. 3.27mln scholarship distributed among 111 minority students
-
Fiscal consolidation, relief to masses main targets in FY23: Miftah