اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی د اخلاقی اقدار نه غير تعلیم بې معنیٰ ګرځولو سره په ځوانانو زور راوړې چې د هېواد سوكالۍ لپاره د محنت او ایماندارۍ په اصولو عمل كولو سره كار وكړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ټول هېواد 28 تعلیمی بورډز انټرمیډیټ امتحانونو كښې ښه پوزیشن ترلاسه كونكو 132 زدكونكو ته خپل خطاب کښې وكړه چا چې د شورو پھ ورځ 15م نېشنل سمر کیمپ ګډون كونكو په حیثیت د ایوان صدر دورہ وكړه۔ د سمر کیمپ اهتمام د انټر بورډ کمیټیز آف چیئرمېن كړې ؤ چې مقصد ئې د دغې ځوانانو د کامیابیو اعتراف کولو سره د بيلو ریاستی ادارو دورې كولو موقع وركول ؤ۔اولس مشر ووئيل د تعلیم سره سره د اخلاقی اقدار تربیې ته هم اړتيا ه دغسې چې په ټولنه كښې د انسانیت او شريك احترام چاپيرچل پيدا شي۔ ده ووئيل د پاکستان قام د ژوند په ټول څانګو كښې د مخ په وړاندې تګ صلاحیت لري خو په دې لړ كښې د نظم او نسق کمې او په بدعنوانۍ قابو موندلو ته اړتيا ده۔ اولس مشر په امتحانونو كښې ښه پوزیشن ترلاسه كونكو زدكونكو له مبارکي وركړه او په هغوي ئې زور راوړو چې په دې لړ كښې د خپلو استاذانو او مور او پلار خذمات هم هير نه كړي۔ ده ووئيل زدكونكې دې تعليم يواځې د نوكرۍ ترلاسه كولو ذریعه ونه ګڼي بلكه د دې د لارې دې سماج كښې د ښه والې هڅه وكړي۔ د ایوان صدر دورہ کونكو زدكونكو كښې 66 د پنجاب د 9 تعلیمی بورډز، 22 د سندھ د 7 تعلیمی بورډز، 36
متعلقہ مضامین
-
PML-N files appeal against orders on PA reserved seats
-
Glacial outburst sweeps away two bridges in Chitral
-
Pakistan calls for easing sanctions on Afghanistan
-
Govt decides to ensure 100 % CCTV coverage of Safe City Project: Sana Ullah
-
PM directs immediate functioning of shut down power plants
-
Prices of sacrificial animals skyrocket ahead of Eid
-
Man caught while stealing railway’s track material
-
IHC extends stay order in IIU member case
-
LWMC issues sanitation plan for Eid-ul-Azha
-
PM orders probe into criminal delay in Gwadar breakwater project
-
Ombudsman resolves hundreds of cases through IRD mechanism
-
Edible oil prices to lower by Rs 100-150: Miftah