اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هېواد كښې د سېلګرۍ ځايونه په نړيواله كچه د رامخې ته كولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلې دي د سېلګرۍ ځايونو په خاص توګه د سېلګرۍ زونز جوړولو او د دغې پرمختګ او خپرولو په مهال دې دا خبره باوري كړې شي چې د دې ځايونو قدرتي حسن او ماحول اونه ځپلې شي او په دې لړ كښې د ذيلي قوانين مرتب كولو عمل زر تر زره بشپړ دې كړې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د سېلګرۍ پحقله د جوړېدونكي ټاسك فورس غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري، ډاکټر فردوس عاشق اعوان، يوسف بېګ مرزا، د پنجاب د سېلګرۍ صوبائي وزير تېمور بھټي، د خېبر پښتونخوا د سېلګرۍ وزير عاطف خان، د كابينې سېكتر معروف افضل، د پي ټي ډي سي اېم دي انتخاب عالم او نورو ګډون وكړو۔ په دې موقع هېواد كښې د سېلګرۍ ودې په خاص توګه د سېل ځايونه په نړيواله كچه رامخې ته كولو او هلته سېلګرو ته د آسانيو وركولو په لړ كښې تر اوسه په شوي پېشرفت وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د وزيرِاعظم امر له مخې د سېلګرۍ ودې لپاره د جوړ كړې نېشنل ټورازم كوآرډينېشن بورډ او د دغې له مخې بېلا بېل وركنګ ګروپس تر اوسه د كاركردګۍ پحقله هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ته ووېيل شول د سېلګرۍ قامي لائحه جوړه كړې شوې۔ په غونډه كښې هېواد كښې د مذهبي سېلګرۍ په خاص توګه د بابا ګورنانك د 550م تلين په موقع د سكه ټولنې هېواد ته د راتګ او په دې لړ كښې د انتظاماتو پحقله هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم ته د پي ټي ډي سي نتظيم نو پحقله هم تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره يو شمېر موقعې شته ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې دهېواد د سېلګرۍ ځايونه په نړيواله كچه رامخې ته كړې او سېلګرو لپاره د نړيوال معيار آسانۍ وركولو ته پام لرنه وكړئ
متعلقہ مضامین
-
Bright future of country interlinked with education: NA speaker
-
Violence mars NA-240 by-polls, one dead
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned
-
PML-N came to power just to save Pakistan from bankruptcy: Muqam
-
ANP delegation visits PM
-
Complainants get Rs4.2mcheques on Ombudsman order
-
President Alvi returns NAB (Amendment) bill unsigned claiming ‘flaws in its implementation’
-
Shaukat Khanum online Qurbani campaign launched for 2022
-
ECP calls in army for smooth LG, by-polls
-
Govt to provide foolproof security to all foreigners: IG Punjab
-
Efforts underway to formulate policies for ‘climate-smart water, agriculture resource management’ in GB