جنيوا 09 جنوري (اے پي پي) پاکستان له د موسمياتي بدلون پحقله په كنفرنس كښې د سېلاب ځپلو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره د نړيوالو مالياتي او د مرستې ادارو او د پرمختيائي شراكتدارو لخوا د لس اربه ډالرو نه د زياتې مرستې اعلان شوے۔ د ګل په ورځ په جنيوا كښې د پاكستان او ملګرو ملتونو په كوربتوب كښې د كنفرنس په مهال دا لوے لوظ وشو٬ په دې مرسته كښې اسلامي پرمختيائي بېنك لخوا 4 اربه 20 كروړه ډالره٬ د نړيوال بېنك لخوا دوه اربه ډالره٬ اسيائي پرمختيائي بېنك لخوا يو نيم اربه ډالره٬ اېشين انفراسټركچر انوسټمنټ بېنك لخوا يو ارب ډالر او د سعودي عرب لخوا هم يو ارب ډالره شامل دي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف په جنيوا کنفرنس كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوله٬ په دې كنفرنس كښې د پاکستان ريزيلينټ ريکوري ، بحالي او د بيا رغونې فرېم ورك (4 آر اېف) په تفصيلي توګه بيان كړے شوي كومه چې د موسمياتي عزم او په جامعيت آډانه بحالۍ او د بيا رغونې ګڼ اړخيزه لائحه ده۔ په پلاوي كښې وفاقي وزيران بلاول بهټو زرداري٬ اسحاق ډار، احسن اقبال، شيريں رحمن او مريم اورنګزېب شاملې وې او د دې نه علاوه په درېم سېشن كښې وزير مملكت حنا رباني کھر٬ د سندھ وزيراعليٰ سيد مراد علي شاہ د بلوچستان چېف سېكرټري عبدالعزيز عقيلي هم ګډون كولو
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks PTA report on banning TikTok
-
India sends thousands more troops to IIOJK
-
Babies infected with Rubella face heart ailments, blindness
-
India losing battle of hearts and minds in IIOJK: FM
-
World needed to device plan to avert human crisis in Afghanistan: Moeed
-
Farrukh stresses research based education to achieve development goals
-
Two soldiers martyred in Bajaur blast
-
Man dies of police torture in DG Khan
-
NBP ready to facilitate Chinese companies to relocate industrial units in Pakistan
-
Residents asked to be cautious; dengue larvae can breed inside houses
-
PDM to take issue with govt’s ‘controversial’ bills
-
KP CM directs to remove corrupt officials within a week