کراچۍ۔6فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو قامي ورثې او كلتور سلاكار امير مقام وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د قابو موندلو لوظ لري۔ دا خبره ده په اردو لغت بورډ كراچۍ كښې دميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې ده د ادارې په باغيچه كښې بوټې نال كړو او د اردو لغت بورډ ٬ كراچۍ د بيا رنګ روغن شوې ودانۍ پرانسته يۍ وكړه۔ ده د ودانۍ د بېلو برخو جاج واخست۔ اميرمقام ووئيل د اوسنۍ چاؤدنې څخه وروستو په پېښور كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اېپكس كمېټۍ غونډه وشوه٬ غونډه كښې ټولو اسټېك هولډرز ګډون وكړو۔ ده ووئيل د اے پي اېس څخه وروستو چې زمونږ كوم عزم وو نن هم دغه عزم موجودے دے۔ ده ووئيل هېواد به د امن مركز جوړو۔ وزیراعظم د قائد ښار كراچۍ په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل کراچۍ د هېواد معاشي حب دے ٬ د دې ښار چلېدو سره د ګرد هېواد چلېدل تړلي دي۔ ده ووئيل پخوا د دې ښار حالت ډېر ناوړه وو ۔ وزيراعظم نواز شريف په دې ښار كښې امن په ځائې كولو له د كار كولو پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې يۍ د ښار امن او رڼاګانې بحال شوې۔ امير مقام ووئيل نواز شريف په خپل دور كښې په سسټم كښې د 10 زره مېګاواټ برېښنا اضافه وكړه۔ ده ووئيل د اردو ډكشنري بورډ ودانۍ حالت ډېر ناوړه وو ٬ مونږ فنډز وركړل ٬ رنګ روغن وشو او نن يۍ پرانسته وشوه۔ ده ووئيل بلها كتابونه دلته پراته دي بايد دې څخه استفاده وكړې شي۔ دې څخه وړاندې دې مزار قائد ته لاړو او قائد مېنجمنټ بورډ كښې يۍ د میوزیم رنګ روغن په اړه د بريفنګ غونډې مشري وكړه۔ چارواكو د وزيراعظم سلاكار ته بشپړه بريفنګ وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
LHC acquits death row prisoner, expressed reservations over police investigation
-
Experts aim to launch platform for adaptation tracking
-
NAB chairman hits back at criticism over recoveries
-
Pakistan conducts successful flight test of Shaheen-1A ballistic missile
-
Zero tolerance on incidents of abuse, harassment against women: IGP
-
KP set to launch massive skills trainings for youth
-
Lt Gen Nigar becomes first-ever female Col Commandant of AMC
-
Petrol prices in December to see full impact of global oil price drop: SPOX
-
Lahore second most polluted city after New Delhi
-
KE renovates government school in Karachi
-
Sports ground, state land worth 210mln retrieved in Punjab
-
Global drive against gender-based violence starts