اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) اليکشن کميشن د هغه پارليماني غړو تفصيلات جاري كړي چا چې د خپلو اثاثو ګوشوارې نه دي جمع كړي۔د پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني پشمول 28 سينيټرانو د جنورۍ په 15مه نېټه خپلې ګوشوارې نه دې جمع كړي۔ هغه سناتورانو كومو چې ګوشواورې نه دې جمع کړې هغه به د پارلماني چارو ترسره کولو څخه منع كولې شي۔د ګل په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا جاري شوي تفصيلات له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني، مصدق مسعود ملك، شاهين خالد بټ، سيف الله سرور خان نيازي، عون عباس، نزهت صادق، سيد محمد په هغه كسانو كښې شامل دي كومو چې د مالي كال لپاره خپلې ګوشوارې نه دې جمع كړې۔ په كال 23.2022 كښې خپلو ګوشوارو نه جمع كوونكو كښې علي شاه جاموت، ميا رضا رباني، امام دين شيخ، سيد فيصل علي سبزواري، تاج حيدر، نثار احمد خورو، خالده عتيب، سيد محمد صابر شاه، پخواني غړي شوکت فياض ترين، لياقت خان ترکي، هدايت الله خان، عطارور رحمان، ذیشان، خانزاده، ثانیه نشتر، دوست محمد خان، ګردیپ سنګ، هدایت الله، محمد عبدالقادر، ثمینه ممتاز، سعید احمد هاشمي او دنیش کمار شامل دي۔ کمېشن وئيلي دي که دغه غړو د جنورۍ تر 15مې نيټې خپلې ګوشوارې جمع نه کړې نو د جنورۍ تر 16مې نيټې به د هغوې ممبر شپ معطل کړے شي۔
متعلقہ مضامین
-
Court disposes of Ahsan Iqbal’s plea
-
Govt committed to eradicate polio, PM assures Gates
-
Maryam berates Imran Khan for hurling allegations at Nawaz Sharif
-
Enmity with US would hurt Pak-US relations, says PM Shahbaz
-
PMLN leader slams former PM over broken promises
-
PM in Saudi Arabia to ‘reset’ ties
-
Patel assures PMA of resolving genuine demands to improve healthcare
-
KP imposes ban on aerial firing, display of arms on eve of Eid
-
Sindh LG polls: nomination papers’ submission from June 8-11
-
Imran distances himself from sloganeering at Masjid-i-Nabwi
-
Imran Khan breaks silence over corruption allegations against Farah Khan
-
IWMB catches hunters involved in hunting Barking Deer at Trail-6