اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب دوره ډېره كاميابه وه٬ په تېرو څو لسيزو كښې د سعودي دومره كاميابه دوره نه ده شوې، د سعودي ولي عهد په امر د سعودي وزيرانو د پاکستان په بېلا بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ لپاره جامع پروګرام مرتب كړے٬ په ورلډ اكنامك فورم كښې د غزه په اړه د دوي د موقف ډاډګيرنه شوې، په سوشل ميډيا د پروپېګنډې او ډنډورو به مخنيوي كول وي٬ د ډيجيټل حقونو تحفظ ضروري دے۔ د زيارت په ورځ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د سعودي عرب دوره ډېره كاميابه وه٬ په تېرو څو لسيزو كښې د سعودي دومره كاميابه دوره نه ده شوې٬ د سعودي وزيرانو او مهمو شخصياتو سره د ملاقاتونو سلسله تر دوو ورځو روانه وه او د لوړې كچې دولس غونډې شوې٬ ټولو شخصياتو پاکستان سره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل په يوه مياشت كښې وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد سره دوه ځله ملاقاتونه شوې، د وزيراعظم د تېرې دورې نه وروستو د ګډې اعلاميه جاري شوې٬ د واړه اختر نه وروستو د سعودي د خزانې وزير اړوندو وزايرانو سره پاكستان ته راغلې او په پاکستان كښې د سعودي سرمايه کارۍ پحلقه ښه پېشرفت او خبرې شوي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د اوسنۍ دورې نه پس په راتلونكو يو څو ورځو كښې د سعودي عرب د کاروباري شخصياتو لوئې پلاوې پاكستان ته راروان دې۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد په امر د سعودي وزيرانو په پاکستان كښې د توان، زراعت، انفارميشن ټيکنالوجۍ او معدنيات پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې جامع پروګرام مرتب كړے، دا په پاك سعودي اړيكو كښې يو نوې پېل دے٬ د يوې مياشتې په لنډه موده كښې د سعودي د اعليٰ كچ پلاويو پاكستان ته د راتګ په زړه پورې اقدامات شوي٬ ده ووئېل د سعودي د کاروباري شخصياتو د پلاوي پحقله د وزيراعظم د امر په رڼا كښې بشپړې تيارۍ روانې دي ٬ د پلاوي په پاكستان كښې د قيام په مهال به نور پېشرفت وكړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل په ورلډ اكنامك فورم كښې د غزه په اړه د دوي د موقف ډاډګيرنه شوې، وزيراعظم په غزه كښې د امن خبره كړې۔ ده ووئيل د حکومت د کاميابو پاليسو تسلسل به ډېر زر تر نظره شي۔ ده ووئيل په تېرو څو ورځو كښې په سوشل ميډيا فېك نيوز او د منفي پروپيګنډو په اړه كمپائن ليدلي شوي٬ ده ووئيل د آن لائن هراسمنټ تدارك لپاره اولس د خاص اتھارټۍ مطالبه كوي، د آن لائن پشمول د هر ډول هراسمنټ خاتمه ضروري ده۔ ده ووئيل دا مهال يوه داسې اتهارټي نشته چې د ډيجيټل حقونو تحفظ وكړے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د معيشت په اړه بې بنسټه٬ ناسم پوسټس او ټويټس څخه معيشت ته ډېر زيان رسي۔ ده ووئيل د اوسي حكومت جوړېدو نه وروستو په نړيوالو مالياتي مجلو كښې د پاکستان په اړه مثبت خبرونه راځي٬ په هر انټرنيشنل رپورټ كښې د ګرانۍ او بې روزګارۍ كمې او د معيشت د استحکام په اړه خبرې كېږي۔ ده ووئيل د ډيجيټل رائټس تحفظ لپاره کار ضروري دے او د پاكستاني په توګه زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ د دې نه علاوه په سوشل ميډيا د پروپيګنډه او ډنډرو به لاره نيول وي۔ ده ووئيل د ډيجيټل رائټس تحفظ په اړه په اولس كښې شعور بېدارولو ضروري دي۔ د غنمو د اغستو په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير عطا تارذ ووئيل وزيراعظم په دې وروستيو كښې د پاسكو له مخې د غنمو د اغستو هدف زيات كړے، د كروندګرو آسانۍ لپاره هم غونډ ې جاري دي۔ ده ووئيل زمونږ په كليوال معيشت كښې د كروندګرو لويه برخه ده، بايد د دوي حق تلفي ونه شي
متعلقہ مضامین
-
Opp feared I will appoint Faiz as next army chief
-
Major progress in ‘bailout’ talks: IMF
-
Govt wants to facilitate return of Pervez Musharraf: Azam Tarar
-
Rapid expansion of Pak-Türkiye bilateral ties reflects unprecedented friendship: Marriyum
-
CM, Jhagra administer polio drops to kick off anti-polio drive
-
Pakistan’s performance during Covid-19 important lesson for world
-
Pakistan, China can promote tea production through joint ventures: experts
-
Business delegation from Saudi and Kuwait discuss KE issues with PM
-
Sindh LG polls to hold in two phases: ECP
-
Saudi crown prince confers Order of King Abdulaziz on COAS Gen Bajwa
-
AIOU’s switchover to online system not helping underprivileged students
-
PTI ready to discuss framework for next elections: Fawad