لاهور 09 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګل په ورځ په قصور كښې د لكي مروت ترهه ګر بريد كښې د شهيد شوي كيپټن محمد فراز الياس په جنازه كښې ګډون وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د کیپټن محمد فراز الیاس جنازې له اوږه وركړه۔د جناې په مونځ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر عطا اللہ تارړ،د پنجاب پوليس انسپکټر جنرل پشمول اعلی سول او پوځي افسرانو او ځوانانو هم ګډون كولو۔وزیراعظم دې نه پس د کیپټن فراز الیاس شهید کورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د شهيد كلے د ماډل ویلج جوړولو اعلان كولو سره دغه كلے د شهيد فراز الیاس په نامه سره د منسوب کولو احکامات هم جاري كړل۔وزیراعظم شهباز شریف ووئيل قام په خپلو مېړنو ځوانانو وياړ لري،ترهه ګر به چرې هم پخپلو ناوړه عزائمو كښې بريالې نه شي۔وزیراعظم ووئيل لوئي څښتن هر يو له دا ډول عظیم مقام نه وركوي ،قرآن مجید كښې فرمان دے چې شهيد ته مړ مه وائې هغوي ژوندې دي،شهید کیپټن فراز الیاس به د خپلې كورنۍ د مغفرت سبب وګرځي۔ده ووئيل د پاك پوځ بلها ځوانانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي،زه باور دركوم چې د شهيد عظیمه قرباني به بے ځايه نه ځي،د شهید وينه به ضرور رنګ راوړي۔محمد شهباز شریف ووئيل د هېواد په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركوونكې به چرې هم هير نه كړے شي،د هېواد څخه د ترهه ګرۍ تر ختمولو به جنګ روان وي۔ د دې نه پس د لکی مروت په بريد كښې شهيد شوے کیپټن محمد فراز الیاس د پوځي اعزاز سره خاور ته وسپارلے شو۔ وزیراعظم د شهيد په قبر حاضري وكړه او د فاتحه خوانۍ سره ئې د هغه په قبر ګلونه كېښودل او د هغه د لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔د قصور کلي رائے کلاں څخه تعلق لرونكے 26 كلن شهید کیپټن محمد فراز الیاس لکی مروت سره نزدې د فرائض ترسره كولو په مهال آئي اي ډي بريد كښې د په مړانه جنګېدو په مهال شهيد شوے ۔
متعلقہ مضامین
-
Verdict exposes IK’s ‘pack of lies’: PM
-
Terrorists abduct, martyr senior army officer in Ziarat
-
LHC accepts PML-N’s appeal against notification of five PTI MPAs
-
Police hold flag march to maintain law & order during by-elections
-
More than 10,000 policemen performed duty on by-polls: CCPO Lahore
-
PTI’s victory: Coalition partners to meet on Tuesday, says Khawaja Saad
-
Met predicts heavy rainfall in Sindh, Balochistan
-
Retailers demand reduction in ghee prices
-
US delegation assures of full support for safe release of Malik
-
Most-modern Gwadar Int’l airport to be operation by September 2023
-
Over 4,000 pilgrims return after performing Haj
-
KP govt operating three relief oriented schemes: Atif