اسلام آباد۔12جولائی(اے پی پی) وفاقي تعلیمی بورډ د اېس اېس سی پارټ ون او پارټ ټو نتيجې اعلان كړې۔ د جمعې په ورځ د وفاقي تعليمي بورډ لخوا د اېس اېس سي پارټ ټو په نتيجو كښې تر ټولو زياتې لمبرې انجونو زده كوؤنكو ترلاسه كړې۔ د زده كړو وفاقي سېكرټري محی الدین وانی په دې موقع خاص مېلمه ؤ ۔ په دې مهال پوزيشن د ترلاسه كوؤنكې او د هغوي مور پلار او ګڼ شمېر استاذان هم موقع موجود وو۔ په سائنس ګروپ كښې زبېدہ نصیب ٬ آرمی پبلک سکول اي ایم اي کالج کېمپس پشاور روډ راولپنډی 1087 لمبرو ترلاسه كولو سره وړومبے ٬ د ګلوبل سکول سسټم رېنج روډ راولپنډی کېنټ حجاب فاطمه 1085 لمبرو سره دويم او د آرمی پبلک سکول ګولډہ کېمپس پېښور روډ راولپنډی کېنټ مصدق شهباز او د فاؤنډېشن ماډل سکول صفا ټاؤن راولپنډی فاطمه واجب 1084 لمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ په ارټس ګروپ كښې د فیوچر فاؤنډېشن سکول مصریار روډ راولپنډی کېنټ اقصه فاروق 1032 لمبرو سره وړومبے ٬ د ډی اېچ اے سکول فار ګرلز فېز V لاهور انائزہ جلیل 1025 لمبرو سره دويم او د انسټیټیوټ آف اسلامک سائنس اسلام آباد محمد انس 1014 لمبرو سره درېم پوزيشن ترلاسه كړو۔ د وفاقي تعليمي بورډ لخوا د اعلان كړ نتيجو له مخې د اېس اېس سی پارټ ټو په امتحان كښې ټولو 128764 كانديدانو برخه واغسته په كومو كښې چې 114324 رېګولر او 14440 پرائیوېټ كانديدان شامل وو۔ په رېګولر كښې 104899 او په پرائيوېټ كښې 7852 كانديدان كامياب شول۔ د رېګولر كانديدانو د كاميابۍ تناسب 92 عشاریه 29 فیصد او د پرائیوېټ كانديدانو 55عشاریه 40 فیصد پاتې شوه ۔ د وفاقي تعليمي بورډ لخوا د اېس اېس سي د پارټ ون په نتيجو كښې 133490 ریګولر كانديدانو كښې 81583 كامياب شول او د كاميابۍ تناسب 61 عشاریه 78 فیصد پاتې شو دغسې په 11430 پرائیوېټ كانديدانو كښې د 2468 كانديدانو په كاميابۍ سره د كميابۍ تناسب 22.21 فیصد پاتې شو
متعلقہ مضامین
-
Governor’s Rule: A toothless lion’s roar
-
Punjab Assembly passes no-confidence motion against deputy speaker Mazari
-
PML-Q DECIDES TO REMOVE SHUJAAT AS HEAD; SPEAKER ACCEPTS RESIGNATIONS OF 11 PTI MNAS: Justice served
-
KP CM inaugurates development projects at KMC
-
Taking an aspirin daily reduces chances of ovarian cancer: study
-
Wildlife officials foil attempt to smuggle python skin
-
Story of The Peel Connection – a journey of Nidah Barber Raymond
-
Imran Khan’s photo went viral, here is why
-
Six social media activists who ‘maligned’ Dua Zahra’s family to face legal action
-
KP cabinet increases compensation amount for calamity-hit victims
-
CEC should immediately resign
-
Javed Iqbal received total Rs 73 mln salary as NAB chairman