اسلام آباد 11 اپرېل(اے پي پي)د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د شخړيز كشمير په وضعه د هېڅ ډول بې غورۍ مظاهر نه كېږي٬ په بې ګناه كشميريانو د هندي ځواكونو د ظلمونو پحقله ملګرو ملتونو٬ د بشري حقونو كمېسون او او آئي سي سره پرله پسې په تماس كښې يو۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پروين مسعود بهټي ګرده نړۍ كښې د پاكستان د سفارتونو پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې پاكستان 88 هائي كمېشنز كار كوي۔ د يوې ضمني پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كشمير په كشاله نه يوازې دوه اړخيزه بلكې په نړيواله كچه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون او او آئي سي سره دا مسئله په بشپړه توګه پورته كړې شوې۔ ده ووئيل تېره ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په چين كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره ملاقات كړې كوم چې كښې په دې مسئله تفصيلي خبرې شوې دي۔ د دې نه علاوه ټوله نړۍ كښې د پاكستان سفارتي مشنز هم په دې كشاله كار كوي او په دې لړ كښې د هېڅ ډول بې غورۍ څرګندونه نه كېږي۔
متعلقہ مضامین
-
CAA prohibits unvaccinated employees to enter airports
-
Total Parco inaugurates Jasmine service station in Lahore
-
Three killed, 45 injured as bus overturns in Sheikhupura
-
India’s propaganda a tactic to cover up heinous acts in IOJK: FO
-
OGRA proposes increase in petrol and diesel prices
-
NAB to ramp up anti-corruption efforts: chairman
-
TTP commander killed by armed forces in Tank
-
Talented youth country’s most valued assets; govt ensuring supremacy of merit: PM
-
PML-N’s house of cards
-
NCOC reports 1,411 COVID-19 cases, 56 deaths in last 24 hours
-
Petrol price increases by Rs4 per litre from today
-
NCOC team, civic admin visit Rawalpindi city to ensure public vaccination