اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي نواز شريف د چا نه هېواد سره د مينې سند اخستلو ته حاجت نه لري٬چا چې د فشار باوجود پاكستان اتومي قوت جوړ كړې د هغه په ضد تورونه خفګانې دي۔ډ قامي سلامتيا كمېټۍ د پاكستان د اړخه ممبئي بريدونو لپاره د بريد كوونكو لېږلو تور او د هغې د غلط رپورټنګ غندنه كړې٬د پاكستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو په پالېسۍ به عمل كولې شي٬نواز شريف چې په كوم ايشوز خبره كړې په هغې په تېر وخت كښې جنرل رېټائر پروېز مشرف٬جنرل(ر)شجاع پاشا٬ جنرل دراني٬ عمران خان او رحمان ملك بيانونه هم شته٬د انتهاخوښو او غېر رياستي عناصرو په اړه د يوې كرښې غلط رپورټنګ شوې٬نواز شريف دا نه وو وئېلې چې چا په ممبئي بريد كړې و هغه پاكستانً لېږلي وو٬دا بې بنسټه او د حقائقو په ضد راپور دے٬كه پارلمان حقائق له او مفاهمتي كمېشن جوړول غواړي نو مونږ په هغې اعتراض نه لرو۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د شاه محمود قرېشي٬شازيه مري٬صاحبزاده طارق الله او نورو د اړخه د محمد نواز شريف مركې په اړه د پورته كړو نكتو ځواب وركولو سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل تېرو ورځو راهيسې يوه مسئله پورته كړې كېږي چا چې په ايوان كښې وېناګانې كړي نو هغوي د نواز شريف هغه مركه لوستې هم نه ده٬كه هغوي دا مركه لوستې وې نو دا خبره به يې نه كوله۔وزيراعظم ووئيل بايد غلط تورونه لګونكي وړاندې دا سوچ وكړي چې هغوي په هغه چا تورونه لګوي چا چې د پاكستان دفاع قوي كړې او فشار زغملو باوجود يې هېواد اتومي قوت جوړ كړې۔ده ووئيل د هند مېډيا چې د وزيراعظم په اړه كومه اېشو پورته كړې هغه د محمد نواز شريف د تفصيلي مركې يوه معمولي برخه وه۔د هند مېډيا د خپلو مقاصدو لپاره دغه د حقائق څخه لرې پېش كوې۔ ده ووئېل زمونږ بدقسمتي دا ده چې هند د خپلو مقاصدونو لپاره څھ كړي مونږ هم هغه خبرې كوو۔وزيراعظم ووئيل نواز شريف چې په كوم ايشوز خبره كړې په هغې په تېر وخت كښې جنرل رېټائر پروېز مشرف٬جنرل(ر)شجاع پاشا٬ جنرل دراني٬ عمران خان او رحمان ملك بيانونه هم شته٬ ده ووئېل د انتهاخوښو او غېر رياستي عناصرو په اړه د يوې جملې غلط رپورټنګ شوې٬ وزيراعظم ووئېل نواز شريف دا نه وو وئېلې چې چا په ممبئي بريد كړې و هغه پاكستان لېږلي وو٬دا بې بنسټه او د حقائقو په ضد راپور دے٬كه پارلمان په حقائقو او مفاهمتي كمېشن جوړول غواړي نو مونږ په هغې اعتراض نه لرو۔ده ووئيل د صورتحال په تناظر كښې د قامي سلامتيا غونډه رابللې شوې وه دغسې چې صورتحال څرګند شي بايد دې له كوم بل رنګ ورنه كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Peshawar family calls off protest after justice assurance by police
-
Motion to hold no-trust vote against Jam Kamal passed
-
Covid-19 claims 16 more lives as ratio of active cases drops
-
Suppression of Eid Milad processions in India widely condemned
-
NAB asks for more time to respond in Nisar Khuhro’s ECL removal case
-
UMT holds 20th annual convocation 2021
-
Rupee depreciates further against dollar: surpasses 174 mark
-
UN urged to take note of Indian brutalities in IOJK
-
World powers urged to play role for resolution of Kashmir issue
-
CJP lashes out at Murad’s dereliction in Karachi rehabilitation
-
Suspected robber gun down in Lahore
-
Mullah Omar’s son on TV as Taliban polish public image