اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې نوي ټاكلي وزيراعظم او د پاكستان تحريك انصاف چيېرمېن عمران خان د هېواد لوټ كوٶنكو او قرض اخستونكو د سخت احتساب اعلان كولو سره وئيلې دي چا سره به اېن آر او نه كېږي ٬ انتخابي عمل به سموٶ٬ د ټګۍ غږ پورته كوٶنكي بايد د ټاكنو كمېسون يا سپريم كورټ ته لاړ شي مونږ به ئې لاره نه نيسو٬ چې څنګه تحقيقات غواړي مونږ به ئې مرسته كوٶ٬ شهباز شريف او مولانا فضل الرحمان دې د ټګۍ په ضد دې دهرنا وركړي ٬ كنټېنر ٬ خوراك څښاك او كاركنان به وركړو٬ تر ننه زه چا بلېك مېل كړې نه يم او نه به شم ٬ پارلمان به اختيارمنده جوړٶ٬ځوانانو ته به د هېواد دننه نوكرۍ وركوٶ٬ هره مياشت به دوه ځله د پوښتنو دمې په مهال د غړو د پوښتنو ځوابونه وركوم۔۔ د جمعې په ورځ عمران خان قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم منتخب كېدو نه پس وړومبۍ وېنا كښې ووئيل زه نن د لوي څښتن او د خپل قام مشكر كوم چا چې ما له په هېواد كښې د بدلۍ موقع راكړې د كوم ته چې قام د تېرو 70 كال راهسې سترګې په لار ٶ۔ ده ووئيل زه خپل قام سره لوظ كوم چې مونږ به بدلون روالو د كوم چې قام ارمان كولو۔ ده ووئيل اوس مونږ له د ټولو نه وړاندې په هېواد كښې سخت احتساب كول دي۔ ده ووئيل زه دا هم لوظ كوم چې يو ډاكو سره ته به اېن آر او نه كېږي۔ ده ووئيل كومو خلقو چې روپۍ غلا كړې او زمونږ د ماشومانو سباٶن ئې ړنګ كړې ھغوي به هم د احتساب د لارې انصاف سره مخ كووم۔ ده ووئيل په هلو ځلو دلته رارسېدلې يم ٬ نه زما پلار سياست دان ٶ او نه ما سياسي
متعلقہ مضامین
-
Punjab moves to remove TLP’s proscribed status
-
Heads roll over ‘failure’ to contain TLP protests
-
Fazlur Rehman calls on urgent PDM meeting today
-
Sindh govt responsible for hike in sugar, flour prices: Fawad
-
213 minority worship places renovated in Balochistan
-
101,447 skill scholarships,16,617 business loans given to youths: PM told
-
Pakistan most vulnerable to climate change: Mushahid
-
All to get health cards in Punjab by March: Yasmin
-
CTD arrests four terrorists of BLA, TTP in Karachi raid
-
Pakistan, Korea possess great potential in tourism, agriculture and trade sectors: Korean Ambassador
-
References against Zardari, Ahsan Iqbal adjourned
-
Farrukh asks PML-N to stop shedding crocodile tears