اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالف ګوندونو پلاوي د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر سره ليدلې دي او قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف نيولو په معامله د قامی اسمبلۍ غونډه په سمدستي توګه د رابللو خواست ئې كړې۔ د خالي په ورځ د مخالفې ډلې په پارلماني غړو مشتمل پلاوي د قامی اسمبلۍ سپيكر سره د هغه په چیمبر كښې ليدلې دي او د قامی اسمبلۍ غونډې رابللو له ئې د اپوزیشن د اړخه ریكوزیشن جمع كړې دې۔په دې موقع پخوانې دوهم سپیكر مرتضی جاوید عباسیٰ، د مسلم لیګ (ن) پارلمانی لارښود رانا تنویر حسېن، د جمعیت علماء اسلام (ف) غړي شاهدہ اخترعلی، طاهرہ اورنګزیب هم موجود ؤ۔ پلاوي سپیكر ته استدعا وكړه چې په سمدستي توګه د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي دغسې سپیكر هغوي له باور وركړو چې د قواعد له مخې په 14 ورځو كښې به غونډه رابللې شي۔ دې نه پس میډیا سره په خپلو خبرو كښې راجه ظفرالحق ، او د سېنېټ پخواني دوهم چیئرمېن مولانا عبدالغفور حیدری، پخواني سپیكر سردار ایاز صادق او رانا تنویرحسېن د مخالفې ډلې مشر شهباز شریف نيول انتقامی كارروائی او د افسوس وړ اقدام ګرځولو سره ووئيل دې اقدام سره د مخالفې ډلې مشر استحقاق مجروح شوې دې، هغه د پاكو اوبو كمپنۍ په معامله رابللې شوې ؤ دغسې هغه آشیانه هاؤسنګ سكیم كښې ونيولې شو۔ سردار ایاز صادق ووئيل په دې معامله د مخالفې ډلې ټولو ګوندونو مشاورت نه پس د قامی اسمبلۍ غونډې رابللو ریكوزیشن جمع كړې شوې۔ ده ووئيل د ټولټاكنو په شان ضمنی ټاكنو څخه وړاندې د مسلم لیګ (ن) اعلیٰ عهدیدار او قیادت نيول په ضمنی ټاكنو د اثر انداز كيدو هڅه ده، حكومت ایوان كښې مشكل سره سادہ اكثریت لري دغسې د قامی اسمبلۍ په 11 چوكو ضمنی ټاكنې كېږي۔ خواجه سعد رفیق په 14اكتوبركيدونكو ضمنی ټاكنو كښې كانديد دې او د هغه نامه ای سی ایل كښې د اچولو خبرې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل احتساب دې ضرور وكړې شي خو بايد نیب كښې هم د جعلی ډګرو او غیرقانونی تعیناتیو احتساب هم وكړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
British parliament’s role imperative in resolving Kashmir dispute: Sultan
-
There are only five female MLOS in Karachi: Details
-
NAB Lahore director general replaced in major reshuffle
-
Faisal Vawda’s disqualification case: ECP reserves verdict
-
President reiterates equal rights for minorities
-
Why Pakistan ‘in haste’ to support Taliban, asks PPP
-
First rain of winter season, temperature drops
-
No affiliation with any political party, individual or group but state of Pakistan: Chairman NAB
-
Dec 30 last date for admission under Ehsaas scholarships project
-
Supreme Court orders removal of Karachi administrator Murtaza Wahab
-
Three dead, two wounded in Karachi shootout
-
291 more COVID cases emerge in Pakistan, 3 died