اسلام آباد ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د توان وفاقي وزير عمر ايوب وئيلي دي په توان سېكټر كښې سپېځلتيا او ټرانسمېشن او ډسټريبيوشن سسټمز كښې نوې ټېكنالوجي معارفي كول لومړۍ ترجيح ده۔ دا خبره ده پاكستان كښې د المان سفير مارټن كوبلر سره خبرو كښې وكړه چا چې وفاقي وزير سره د جمعې په ورځ ملاقات وكړو۔ وفاقی وزیر المانې سفير پاكستان ټرانسمېشن سسټم كښې پېښو چېلنجونو نه خبرولو سره ووئيل د برېښنا ضائع كېدو څخه بچ كېدو له د ټرانسمېشن او ډسټری بیوشن سسټم بحالولو له بشپړه منصوبه بندي كوو۔ ده ووئيل د نوې ټېكنالوجۍ د لارې د برېښنا غلا كلتور ختمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ چې ورسره به د كال 250 اربه روپۍ بچت كېږي۔ د المان سفير د موجوده حكومت ګامونه وستائل او ریسرچ و ډوېلپمنټ او په خاص توګه د متبادل توان په څانګه كښې د المان حكومت لخوا ئې د هر ممكنې مرستې باور وركړو۔
متعلقہ مضامین
-
1100 kites confiscated, nine sellers held
-
Zaidi gives seven-day ultimatum to Sindh govt for withdrawal of LG law
-
PTI govt promoting literature, art and culture: Fawad Ch
-
Steep rise in Covid cases sets alarm bells ringing
-
PNS ALAMGIR visits Tanzania, establishes free medical camp
-
CM Balochistan gives approval to establish environmental laboratory
-
CCPO takes notice of cop’s death
-
Minorities’ delegation calls on LHC CJ
-
Two private members bills smoothly sail through Senate
-
PM hails Putin for taking stand against blasphemy
-
FCCI, KCCI sign MoU
-
IED blast hits Jaffar Express in Sibi, 2 injured