کراچی ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علو ي په اولس او په اړوندو حكومتي ادارو زور راوړې دې چې هغه دې په پاك او شين پاكستان مهم كښې په ګډه برخه اخستو سره دا اهم قومي مهم كامياب جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده دا خبره د 5 كلن پاك او شين پاكستان مهم په اېكشن ډے راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ پېغمبر علېه السلام خپلو فرمانبردارو ته د چاپېرچل پاك ساتلو تلقين كړې دې۔ دستوره كښې د كراچۍ ميئر وسيم اختر ٬ اولسي نمائندګان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د اولس مشر په دې موقع د كچرې پورته كولو او ددې ځائې ته د رسولو كار كښې برخه واخسته۔ اولس مشر ووئيل د ټولو وګړو ذمه واري ده چې د خپلو كورونو او خپل چاپیرچل د صفائۍ خيال وساتي۔ اسلام دروحاني پاكيزګۍ سره سره د جسماني پاكيزګۍ په ځائې ساتلو هم تلقين كړې دې۔ پېغمبر علېه السلام به 5 وخته اودس كولو سره سره د خوراك نه وړاندې او وروستو لاسونه وينځل۔ سره ددې چې عربستان كښې اوبه كمې وې ولې دې سره د صفائۍ اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د كچرې كوڅو كښې غورځولو په ځائې ددې ډسټ بن ته اچول د اولس ذمه واري ده۔ دې نه وروستو دا د اړوندو حكومتي ادارو ذمه واري ده چې دا ځائې ته ورسوي۔ ده ووئيل د صفا او شين پاكستان مهم كاميابۍ په نتيجه كښې به هېواد كښې د اوبو مسئله هم حل شي۔ اول مشر ووئيل هېواد كښې د اوبو كمي ستونزې هوارولو ته دې په سمدستي توګه پام وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistani volunteers fighting Covid-19 in China’s Tianjin
-
Timely collection of Ushar to be ensured: SACM
-
Karachi to brace another spell of cold wave: Met Dept
-
PDMA Balochistan road clearance operation in snow-hit areas underway
-
Pakistani student volunteers to fight COVID-19 in Tianjin China
-
ITP continues crackdown against wrong parking
-
Alert issued after terror incidents
-
12 families trapped in snowfall recovered in North Waziristan
-
Thick fog disrupts flight schedule at Faisalabad Airport
-
Excise recovers 15kg hashish in two actions
-
Abu Dhabi crown prince calls PM to condole lives lost in Lahore blast
-
BoP to raise Rs13b debt for Lucky Electric