اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) د چین د كركيلي نائب وزير ما آئے ګو د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خسرو بختيار سره د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن ٬ د سي پېك پراجېكټ ډائرېكټر حسان داٶد اور د نورو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل د كركيلې څانګې سره د پاكستان 45 فيصده افرادي قوت تړون لري او دا څانګه د جي ډي پي 24 فيصده او برآمداتو كښې 20 فيصده برخه لري۔ وفاقي وزير ووئيل د پاك چين كركيلې مرستې له مخې د موجوده فصلونو پېداوار زياتولو ٬ تجربې او د ټېكنالوجۍ تبادله٬ د تخمونو او بوټو حفاظت او په رنځونو قابو موندلو غونډې څانګو مرستې سره سره د بېلا بېل پراډكټس وېليو اېډيشن ٬ ډېري ٬ لائيو سټاك ٬فشريز او ماركيټنګ ته به پاملرنه وكړې شي۔ په دې موقع د چين نائب وزير ووئېل زرعي مرسته به د پاك چين اړيكو لپاره يوه نوې او مهمه څانګه وي د كومې پرمختګ لپاره چې به منصوبه بندۍ ته حتمي شكل وركول وي۔ ده ووئيل چین پاکستان ته د خپلې تجربې او د زرعي څانګې كامياب ماډلز وركولو لپاره چمتو دے٬ دواړې ډلې زرعي مرستې ته لا پراختيا وركولو لپاره يوې كوټلې تګلارې ېخپلولو ته سلا شوي ٬ دغسې چې پاكسان د كركيلي څانګې موجوده موقعو څخه استفاده وكړې شي
متعلقہ مضامین
-
Chinese govt scholarships open to Pak students
-
22 dead, 993 injured in road accidents across Punjab
-
Motorway closed, flights cancelled amid dense fog
-
Turkish CGS meets with COAS Bajwa
-
NSC approves first-ever National Security Policy
-
Hasaan Khawar lauds PHA efforts for beautification of Lahore
-
Govt advises against panic buying of urea
-
Senate Opp flounces out over non-presentation of National Security Policy
-
Teenagers in karachi shot dead an elderly man for tiktok fame
-
ANF constable martyred in Turbat attack
-
Common man to bear burden of only Rs 2 bn fresh taxes: Tarin
-
K-Electric shows commitment towards CTBCM