اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل وئيلي دي مونږ د تېر وخت د تجربو نه هېڅ نه دي زده كړې ٬ خپلو ماشومانو ته دا تاريخ هم ښودل پكار دې چې زمونږ هېواد دوه ټكړې څنګه شو٬ چا مات كړو ٬ چا لوټ كړو٬ مونږ داسې ځكه نشو كولې چې په څه نه څه طريقه مونږ ټول قصوروار يو ٬ په تېرو دورونو كښې نېب سره پلي بارګېن كوٶنكي بيا په ايوان كښې ناست دي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ په رېكوزيشن غونډه كښې د خپلو خيالاتو څرګندونې سره سردار اختر مینګل ووئيل كه مونږ د هېواد پارلماني تاريخ ته نظر وكړو نو د تاريخ تياره به راته ښكاره شي ۔ ده ووئيل تر اوسه په دې هېواد څومره تجربې شوې خو مونږ ترې هېڅ زده كړه ونه كړه ٬ د دې تجربو په سوب هېواد ډي رېل شو او دوه ټكړې هم شوو٬ ده ووئېل مونږ كله هم د خپل سياسي بصيرت څرګندونه نه ده كړې۔ اختر مېنګل ووئيل د ټاكنو نه پس چې كله حكومت جوړ شي او مخالفه ډله وجود ومومي نو مونږ ټول هر څه هېر كړو او نوې تجربې پېل كوٶ۔ ده ووېيل احتساب د ټولو پكار دے خو دا به كتل وي چې د احتساب دائره به تر كومې وي ٬ دا پرېكړه به هم كول وي چې احتساب به يوازې د مالي كرپشن كوٶنكو وي يا د آئين ماتوٶنكو او د بې ګناه كسانو د وژونكو هم پكار دے ٬ ده ووئېل مونږ له به خپلې رويې بدلول وي٬ دا به هم كتل وي چې احتساب يوازې د سياسي وفادارو بدلولو لپاره د فشار په توګه خو نه كارېږي ٬ ٬د قامې اسملۍ غړي ووئېل مونږ د تېر وخت د تجربو نه هېڅ نه دي زده كړې ٬ خپلو ماشومانو ته دا تاريخ هم ښودل پكار دې چې زمونږ هېواد دوه ټكړې څنګه شو٬ چا مات كړو ٬ چا لوټ كړو۔ ده د غوڼډې پام دې پلو هم راوګرځولو راوګرځولو چې ګوادر كښې د تېرو څو ورځو راهسې فشريز احتجاج كوي ٬ د ھغوي د غوښتنو خبر دې
متعلقہ مضامین
-
PNS TUGHRIL visits Sri Lanka, participates in naval drill ‘Lion Star’
-
Explosion in Karachi leaves 16 dead, over a dozen injured
-
Faisal urges Int’l community to adopt a ‘practical approach’ on Afghanistan
-
Simulation exercises for Public Accounts Committee (PAC) conducted by PAW
-
Death toll in Karachi blast climbs to 17
-
32000 family cases in a year, Rawalpindi witnesses significant rise in divorce ratio
-
Huge blow to PTI
-
New schedule for travelling after fog declines
-
Two journalists die; another two injured in road accident
-
Punjab Assembly passes three bills
-
Submarine cable fault disrupts Internet services in Pakistan
-
Pakistan holds successful test of enhanced-range Babur Cruise Missile