اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دې چې شدت پسندي يوازې د پاكستان نه بلكې د نورو هېوادونو هم مسئله ده۔ د نجي ټي په پروګرام كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل دا د اسلام او كفر جنګ نه دے او نه د مذهب معامله ده٬ دا خلق ووټونو لپاره هره ورځ څه نه څه مسئله جوړوي٬ چې لا اېنډ آړډر نه وي نو سياست نه شي كېدې٬ دا ځل د سياسي ګوندونو لخوا پخه رويه رامخې ته شوې٬ د دهرنے او احتجاج په مهال املاك ته زيان رسوونكي د 1100 ته نزدې كسان نيولي شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشران به خلا ته ځي٬ كه تېل بچ شول نه بېرته به راستون شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل سندھ كښې ګورننس نه ښه كېږي نو مونږ څه وكړو٬ سندھ كښې د پيپلز ګوند حكومت په آخري ځل دې او مسلم ليګ (ن) به يوازې اوس په لاهور كښې بلدياتي ټاكنو ته پام كوي٬ لوي څښتن نه كړي چې آصف علي زرداري ونيولې شي٬ د پيپلز ګوند لارښود بلاول بھټو زرداري سياست ته پرېږدۍ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت نه پس سعودی عرب، چین او د ترکیې پشمول نورو هېوادونو سره اړيكې ډېر ښې شوې دي او د هېواد معيشت په سم لور روان شوې دې۔ د اے اېف ټي اېف پحقله وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د اے اېف ټي اېف وړومبۍ ريويو راتلونكې ده۔
متعلقہ مضامین
-
Govt terms Nawaz’s medical report ‘fake’
-
Peshawar nominated for sustainable transport award: Farrukh
-
PM expresses solidarity with UAE after attempted Houthi attack
-
Mechanism being devised to compensate fire victims: minister
-
LG law: Sindh opp submits requisition for SA session
-
PM stresses representation of women, youth for effective local body system
-
Buzdar lays foundation stone of 21 uplift projects
-
IMF begging bowl has to be broken: Tarin
-
Pakistan, China ink framework agreement on industrial cooperation under CPEC
-
Teams formed to nab tax defaulting vehicles: Chawla
-
4 illegal crushing plants sealed
-
Depression, anxiety double in youth compared to pre-pandemic