ملګري ملتونه ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د خپلواكۍ حق وركولو او د غېر ملكي قبضې ختمولو په اړه د پاكستان قرارداد په يوه خله منظور كړې دې۔ قرارداد كښې قامونو ته د خپلواكۍ حق باوري كولو د لوظ پخلې سره په نورو هېوادونو او سيمو قبضې ٬ پوځي لاس وهنه ٬ جبر او د بدسلوكۍ ګامونو په سمدستي توګه د ختمولو غوښتنه شوې ده۔ د پاكستان سپانسر كړي قرارداد ملاتړ په 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې 83 هېوادونو وكړو۔ دې نه وړاندې دا قرارداد سماجي ٬ بشري او كلتوري چارو سره د عمومي اسمبلۍ اړوندې كمېټۍ په يوه خله منظور كړې ؤ ۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي اے پي پي سره په تېلېفوني مركه كښې ووئيل دې قرارداد كښې مقبوضه جموں وكشمير او د مقبوضه فلسطين په شمول د ټولې نړۍ وګړو له د خپلواكۍ حق نه منسوخ كېدونكې حق تسليم كړې شوې۔ د دې قرارداد منظورېدو په صورت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ټوله نړۍ كښې قامونو ته د دوئي د خپلواكۍ حق رسنه بنيادي شرط ګرځولې۔ دې ووئيل پاكستان تل په قامونو د غېر ملكي قبضو او غېر ځائي تسلط په ضد د خپلواكۍ حق رسنې ملاتړ كړې۔ قرارداد كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل ته خواست شوې چې هغوي د غېر ملكي پوځي لاس وهنې ٬ جارحيت يا قبضې په نتيجه كښې د بنيادي بشري حقونو او په خاص توګه د خپلواكۍ حق خلاف ورزيو پلو په سمدستي توګه پام وكړي۔ قرارداد كښې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته خواست شوې چې هغه دې د دې معاملې په اړه د عمومي اسمبلۍ په راروانه غونډه كښې راپور وړاندې كړي
متعلقہ مضامین
-
Fawad grieved over demise of senior journalist’s wife
-
Good morning, night messages also fall under harassment
-
Social media helped rescue poached leopard cats from Karachi: Amin
-
NCHD, UNICEF ink agreement for feasibility study on KP’s education requirements
-
India using UN to malign Pakistan amid criticism of its anti-Muslim rights abuses in Kashmir: Observers
-
Production of banana increases in Pakistan
-
NDMA chief lauds 1122 for getting UN certification in disaster response
-
ECP starts work on EVM, overseas voting projects
-
Pakistan Customs seizes narcotics of valuing Rs.80 million
-
ECP issues code of conduct for second phase of LG polls
-
PM will hold consultation on new army chief when time comes: Alvi
-
Over 12,000 lawyers of Rawalpindi get health card: Babar Awan