اسلام آباد 24 ستمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي كومه هم ټولنه د اولسي خېر ښېګړې د نظام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې٬ د اوسني حكومت وژن پاكستان فلاحي رياست جوړول دي او د اولس د خېر ښېګړې ذمه واري د كارپورېټ څانګې هم ده ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د يوولسمې نړيوال كارپورېټ مشرانو غونډې او د كال 2019م د ايوارډونو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ اولس مشر ووئيل اسلام يو مكمل دين او ضابطه حيات دے ۔ نبي كريم ﴿ص﴾ د بشري حقونو په اړه خاص تاكيد كړے ۔ اولس مشر ووئيل په اسلام كښې د سماجي ښېګړې خاص ذكر دے۔ كومه ټولنه د اولس د فلاحي نظام نه بغېر پرمختګ نه شي كولې۔ تعليم او پرمختګ د قامي پرمختګ لپاره ډېر مهم دي۔ اولس مشر ووئيل د اولس د خېر ښېګړې ذمه واري د كارپورېټ څانګې هم ده ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې لوي صلاحيتونه او وسيلې موجود دي او د دې څخه د بشپړه استفادې كولو ضرورت دے۔ اولس مشر ووئيل د ذمه وارې احساس چې نه وي نو ټولنه تقسيم شي۔ اولس مشر په پاكستان كښې د افغان كډوالو ذكر كولو سره ووئيل مونږ د افغان كډوالو هركلې كړے او د زړه په اخلاص مو د دوي مېلمستياﺀ كړې
متعلقہ مضامین
-
WHO applauds Pakistan on vaccinating over 100 million individuals against Corona
-
Govt determined to provide equal rights to women: minister
-
Govt takes various steps to provide a conducive environment to women, girls: Mazari
-
Women in Cyber Security
-
MoU signed for furthering universal health coverage
-
Dolphin’s team wins Muzaffargarh Super League title
-
President Dr Arif Alvi inaugurates National Horse and Cattle Show
-
Arts council hosts colorful 3rd women conference
-
Petrol pumps, buses of MPA Ajmal Cheema seized
-
Education best investment for future of country: Italian envoy
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Indian troops martyr four more youth in IIOJK