سرګودھا ۔21 اپرېل (اے پی پی) د قرآن پاك رڼا سره خپل زړونه روښانه كوؤنكي به دنيا او آخرت كښې كامياب شي۔ قرآن پاك د لوئے څښتن ستره معجزه ده۔ د قرآن تعليم ترلاسه كوؤنكي زده كوؤنكي به د مور پلار د بخښنې ذريعه ثابت شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د مركز اهل سنت ماډل مدرسه مدینه غوثیه کمپنی باغ كښې د قرآن كريم حفظ كوؤنكو ماشومانو په درناوي كښې دستورې ته خطاب كښې قاضی احمد حسن چشتی، قاضی نګاہ مصطفی او حاجی لال خان او نورو وكړه۔ قاضی احمد حسن چشتی ووئيل دې كښې شك نشته چې قرآن كريم د لوئے څښتن نازل كړې لوئے كتاب دې او په دې خپل زړونه روښانه كوؤنكي او د قرآن كريم تعليمات ترلاسه كوؤنكو او په دې عمل كوؤنكي به په هر ځائې كښې كامياب وي۔ ده ووئيل په مونږ ټولو لازم ده مونږ خپلو ماشومانو ته دنياوي تعليم سره سره ديني تعليم ضرور وركړؤ۔ قاضی نګاہ مصطفی چشتی خپل خطاب كښې ووئيل قرآن پاک عظیمه معجزہ ده د كوم په اړه چې لوئے څښتن وئيلي چې كه دا په غرونو نازل كړې شوې وې نو غر به هم ددې بوج برداشت كړې نه وو او رېزه رېزه شوې به ؤ۔ دستوره كښې 50 څخه زياتو قرآن حفظ كوؤنكي ماشومانو ګډون وكړو۔ دستوره كښې ګډون كوؤنكو حفظ مكمل كوؤنكو ته دعقيدت پېرزونې وړاندې كړې۔ د دستورې په پايه كښې د هېواد او قوم پرمختګ او سوكالۍ او سلامتيا لپاره دعا وكړې شوه
متعلقہ مضامین
-
PTI all set for ‘Azadi March’ towards Islamabad amid blockades
-
No monkeypox case detected in Pakistan yet, clarifies NIH
-
Pakistan sends truckload of aid for flood-hit Afghans
-
Govt takes away NAB’s 90-day detention power
-
Price of 20kg flour bag increases by Rs180
-
Experts call for a strong policy framework to promote electric vehicles
-
34,528 bikers fined for not wearing helmets
-
CM felicitates nation on Youm-e-Takbeer
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
Saints played vital role in spreading message of Islam: AJK PM
-
President administers oath to Senator Shahadat Awan as State Minister
-
Mother, three children found dead in Neelam Valley