اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د شريكې عقيدې٬كلتور او د ورثې په مضبوط بنياد اډانه دي٬د پاكستان او سعودي ترمينځه ښه او آزمائېلې اړيكې وجود لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره په خبرو كښې كړی۔چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه په پارليماني مرسته د اطمينان او باور څرګندونه كړی چې د پلاويو تبادلو څخه به شريك كار لا قوي شي۔ده د سعودي ولي عهد د پاكستان كاميابې دورې ذكر كولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ دورې شوي او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې پېشرفت شوې ۔ده د سعودي عرب لخوا په اقتصادي مرسته د پاكستان لخوا مننه وكړه۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د پائيدار او جامع شراكت سره دواړه هېوادونه په ډېرو معاملاتو او فورمز يو بل سره په شريكه كار كوي۔اولس مشر د پاكستان لپاره د حج كوټه 2 لكه كولو او ويزا فيس كښې پھ كمي د سعودي پريكړه وستائېله۔ده د سعودي سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو كردار رامخې ته كولو سره په سعودي كښې د ملازمانو په اړه د پاكستاني افرادي قوت لپاره د زياتو موقعو وركولو توقع څرګنده كړه۔ده د شاه سلمان بن عبدالعزيز او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د بېلو څانګو د مرستې زياتولو او ضرورت باندې زور راوړو
متعلقہ مضامین
-
د وزیراعظم عمران خان لخوا د نیوزی لېنډ په جوماتونو د بريد كوؤنكي منع كولو ھڅې په مهال شهيد شوي پاكستاني وګړي نعيم راشد له د قومي ايوارډ اعلان
-
نيوزي لېنډ كښې د شهيد شوي پاكستاني مېړني وګړي نعيم راشد مور ته وېزه جاري كړې شوه
-
د وزيراعظم د لږ لګښت هاؤسنګ پروګرام لپاره آفر كوونكي 94 فرمز شارټ لسټ كړې شو
-
د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد مېډيا سره خبرې
-
د نواز شریف او آصف علي زرداري د کرپشن نال كړي بوټي اوس لوئې ونې جوړې شوې
-
د اسد قېصر د زلمو سياستمدارو فېلو شپ پروګرام پرانستې دستورې ته وېنا
-
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نوې پاكستان هاؤسنګ پروګرام په اړه غونډه
-
د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د پاكستان ورځې په مهال جلا جلا پېغامونو كښې قوم ته مباركي
-
پاك بحريه د پاكستان ورځ د 21 توپو سلامۍ سره پېل كړه
-
د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د وسله والو ځواكونو د شريك پرېډ په اختتام د هېواد ناموړو فنكارانو جاوېد شېخ٬سليم شېخ٬همايون سعيد او ايوب كهوسو پشمول نورو فنكارانو سره خبرې اترې
-
پاكستان د مودي هندوستان نه دې چرته چې د اقليتونو حقونه محفوظ نه دي۔ د وزيراعظم عمران خان په نوي پاكستان كښې اقليتونه ته يو برابر حقونه لري۔ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن هندي خارجه وزيرې شسما سوراج ته ځوابي ټويټ
-
د ميا نواز شريف روغتيا لپاره دعا كوو٬د عدليې د پريكړې احترام كوو۔د پاكستان تحريك انصاف د اطلاعات مركزي سېكتر عمر چيمه