اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي تحریك انصاف د ډېرو اوږدو هلو ځلو نه پس پاكستان د مدينې رياست په اصولو روانولو لپاره حتمي پړاٶ ته رسېدلې او چرته چې د رحم ٬ انصاف او انسانيت په عظمت ټولنه جوړېږي۔ د زيارت په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د 23م تاسيس ورځې په موقع وزيراعظم عمران خان خپل ټوئټ كښې ووئېل د تحريك انصاف نن 23مه د تاسيس ورځ ده ٬ زمونږ هلې ځلې د آزادۍ نه پس تر اوسه د هر يو ګوند نه زياتې عظيمې دي كومې چې په درېو پړاٶنو كښې تر سره شوي۔ ده ووئيل د كرپشن او سټېټس كو مخنيوي او پوه سره د انسانانو د تعمير د لارې قام پرمختګ كولې شي٬ وړومبې پړاٶ د بدلون پېغام سره اولس فعاله كول وٶ چې پكښې د بدعنوانۍ او سټېټس كو په ضد هڅې او په اولس كښې شعور بېدارول شامل وو ٬ ده ووئېل هر قام د بشري وسائلو په وده وركولو په مخ په وړاندې تللې شي۔ وزیراعظم ووئيل د سياست د كار زار او د رياضت نه پس زما پېغام د خلقو زړونو ته رسېدلې او خپل تحريك په انتخابي مېدان كښې د مقابلې جوګه جوړولو سره نورې 7 كاله هلې ځلې دوامداره ساتل وٶ۔ ده ووئيل نن مونږ پاكستان د مدينې رياست په اصولو جوړولو لپاره حتمي پړاٶ ته رسېدلې يو چرته چې د رحم ٬ انصاف او انسانيت د عظمت په بنياد ټولنه جوړېږي۔
متعلقہ مضامین
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab
-
Yasin Malik’s imprisonment can’t dampen Kashmiri spirit for freedom: DG ISPR
-
Javed praises excellent performance of NAB KP
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
IHC summons Mir Shakeel for publishing anti-judiciary ads
-
Murtaza Wahab directs secretary to ensure implementation of ‘Student Unions Act’
-
Nationwide polio immunization drive continues
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Balochistan LB Elections: Polling underway in 32 districts
-
College teachers demand MS allowance