اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي موجوده حكومت په هېواد كښې د توان پروژې په ترجيحي بنيادونو بشپړولو لپاره اقدامات كوي دغسې چې د توان په بحران قابو وموندلې شي٬په هېواد كښې د ټرانسمېشن لائنز اپ ګرېډېشن او ګرډ سټېشن اپ ګرېډ كولو لپاره په تندۍ كار روان دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ ګوند غونډه كښې كړې۔په غونډه كښې د توان درې پروژې وړاندې كړی شوې چې پكښې وړومبۍ پروژه اسلام آباد٬لاهور٬ملتان٬پیښور او كوئټه كښې د پیټروليم ټيسټنګ سهوليات اپ ګرېډېشن او اسلام آباد كښې د پیټروليم ټېسټنګ ليبارټري آئي اېس او سرټيفيكېشن لپاره 293.614 ملينه روپو په لګښت پروژه شامل ده د كومې چې غونډې منظوري وركړه۔د توان دوهمه پروژه ډسټركټ آواران٬تحصيل مشكي كښې 132 كے وي ګرډ سټېشن او 132 كے وي اېس ټي ډي نال مشكي ټرانسمېشن لائن رغونې لپاره 1193.39 ملينه روپو په لګښت پروژه شامل ده ۔د توان درېمه پروژه ډسټركټ نوشهره فيروز سندھ كښې 500 كے وي چارو ګرډ سټېشن لپاره 5404.19 ملينه روپو په لګښت پروژه ده كومه چې د لا منظورۍ لپاره ايكنك ته ولېږلې شوه ۔په غونډه كښې 510 اربه روپو په لګښت داسو هائيډل پاور پراجېكټ پوزېشن پيپر لا منظورۍ لپاره ايكنك ته ولېږلې شوه
متعلقہ مضامین
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab
-
Yasin Malik’s imprisonment can’t dampen Kashmiri spirit for freedom: DG ISPR
-
Javed praises excellent performance of NAB KP
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
IHC summons Mir Shakeel for publishing anti-judiciary ads
-
Murtaza Wahab directs secretary to ensure implementation of ‘Student Unions Act’
-
Nationwide polio immunization drive continues
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Balochistan LB Elections: Polling underway in 32 districts
-
College teachers demand MS allowance