اسلام آباد 16مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د صحت په حقله خاص معاون ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي داروګان جوړنكې كمپنۍ دې تر 20 مئي 2019 د داروګانو بيعه 75 فيصده ته راولي٬كه داسې ونه كړې شو نو د ډرګ كورټ سره به رابطه كوو٬حكومت د صحت په څانګه كښې لا ښه والې راوستلو لپاره په غوره تګلار كار كوي د كومې ميوې به چې تر عام وګړي ورسي٬د ټولو شراكتدارو سره په ګډه د قامي داروګانو پالېسي جوړوو٬دا پالېسي به ټولو شراكتدارو له ګټورو مشورو سوب وي او دغسې بيعه٬معيار او د روګولېشن اهداف به تعينوي٬د داروګانو د معيار او قانون پشمول به ټولې مسئلې حل كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل په كال 2018 كښې د 464 داروګانو بيعې زياتې شوي دي او دغسې ډېر داروګان د ماركيټ نه لرې كړی شوې دي چې ورسره رنځوران د ستونزو سره مخ دي۔ده ووئيل په 31 دسمبر 2018 889 داروګان په اېس آر او كښې شامل كړې شوي۔ د كومو ترمخه چې داروګان بيعه ټاكلې شوې۔د 464 داروګانو بيعه لږه زياته كړې شوې او د 395 بيعه كمه كړی شوې دغسې 30 داروګان داسې دي د كومو په بيعه كښې چې هېڅ بدلون نه و شوې۔ده ووئيل داروګان جوړونكې ټولې كمپنۍ دې تر 20مئي 2019 د داروګانو بيعه تر 75 فيصده راولي كه چا داسې ونه كړل نو د ډرك كورټ سره به رابطه كولې شي۔ده ووئيل اوسنې حكومت د صحت څانګې بهترۍ له په غوره تګلار كار كوي د كومې ميوه به چې اولس ته ورسي۔ده ووئيل په راروانو دوه دريو كلونو كښې به د اوسني حكومت موثره ګامونو په سوب پھ دې لړ كښې انقلاب راشي او ډرګ ريګوليټري اتهارټي به مثالي اداره جوړولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان وژن د صحت په حقله غريبانانو ته ټولې آسانۍ وركول دي۔ده ووئيل مونږ به داروګان د غريبانانو لاس ته رسو٬د نرخونو زياتېدو لويې سبب د داروګانو د ريګولېشن سم نشتوالې دې د كومې په وجه چې فارما انډسټرۍ ته كله موقع ترلاسه كېږي هغوي د داروګانو نرخونه زياتوي۔۔
متعلقہ مضامین
-
Best facilities ensured for intending Haj pilgrims this year: Durrani
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Verdict against Malik abortive attempt to silence Kashmiris: Sherry
-
Internet service shut in Punjab as users face disruption in other areas
-
Imran Khan committed contempt of court: Rana Sanaullah
-
Karot HPP to provide Rs3.9 billion free electricity till COD
-
EBM wins top awards at the 16th OSHW
-
IHC adjourns case regarding removal of Punjab governor till May 31
-
CM Hamza takes notice of students’ clash at PU
-
IHC disposes of PTI, bars’ pleas
-
Govt to devise new strategy to deal with inflation in country: Dr Aisha
-
AJK President pens down letter to UN Chief seeking role for release of Yasin Malik