اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې په پاكستان كښې د عدم استحكام پیدا كونكو اصل مقصد ووټ له عزت وركول نه بلكې كرپشن له عزت وركول دي٬هغوي دا سوچ كوي چې مونږ به خپل كرپشن له څنګه تحفظ وركړو٬مونږ له به په پاكستان كښې 70 كلونو راهيسې سټېټس كو ختمول وي٬د دې سټېټس كو په وړاندې وزيراعظم عمران خان ولاړ دې٬زمونږ د ځوانانو پشمول ټول پاكستان د وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دې۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل يو پل مونږ د پاكستان قوي كولو هڅه كوو او بل پلو ځينې نااهله سياستمدار په پاكستان كښې عدم استحكام پیدا كوي٬تېره ورځ دغسې نااهله سياستمدار د روژې مباركې پھ مياشت كښې د لويې څښتن رضا ترلاسه كولو په ځاې د وزيراعظم عمران خان په بوغظ كښې راجمع شوي وو دغسې د عدالت څخه نااهل شوې يوې مېرمن په پارليمان كښې نن د يوې غونډې مشري كړې۔په پارليمان كښې د غونډې كولو او د عدالت څخه نااهل شوې مېرمن د غونډې مشري كولو مقصد څه وو۔مريم نواز نن يوه بيانيه معرفي كړی چې ووټ له عزت وركړئ٬اولس دا معلومول غواړي چې د دغه ګوند بيانيه څه ده٬يو تن څوك چې په لندن كښې ناست دې د هغه څه بيانيه ده او يوه مېرمن كومه چې د عدالت څخه نااهله شوې د هغې بيانيه څه ده۔د د ووټ عزت دا دې چې ټول پاكستان عمران خان وزيراعظم جوړ كړې٬ټول پاكستان د وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دې او هغه د اولس په ووټونو متخب شوې۔دې ووئيل په پاكستان كښې د عدم استحكام پیدا كونكو اصل مقصد ووټ له عزت وركول نه بلكې كرپشن له عزت وركول دي خو د پاكستان اولس ته اوس د هغوي اصليت معلوم شوې۔د حالاتو او واقعاتو له مخې د پاكستان مسلم ليګ(ن)بيانيے بدلېږي۔نن سبا د هغوي بيانيه دا ده چې مونږ دې بهر تللو ته پرېښودلې شو۔دې ووئيل پاكستان مسلم ليګ(ن)په اصل كښې په دوه بيانيو كښې ګير شوې په كومه چې دواړه وروڼه خپلو كښې سلا نه دي٬شهباز شريف د خپلې بيانيې پشمول په لندن كښې دې او نواز شريف د خپلې بيانيې پشمول په زندان كښې دې د هغوي اصل مسئله ووټ نه نوټ دې
متعلقہ مضامین
-
Sindh’s EC lauds media for creating political awareness
-
Govt plans to expand child protection institutes in all major cities: Pirzada
-
Saudi Arabia mulls extension of $3bn deposit to Pakistan
-
Imran wants bloodshed to keep alive his dwindling politics: Ikhtiar Wali
-
Chinese president stresses right to ‘subsistence and development’
-
32-year-old marries 17-year-old boy in India, commission asks for nullification of marriage
-
No confidence motion against CM Balochistan failed
-
Religious minister assures NA to bring down Hajj expenses from Rs 650,000
-
SU signs MoU with Hyderabad Police to provide internship opportunities
-
CM accords approval for restoring Metro Bus infrastructure
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
New approaches needed to control traffic congestion in capital