اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د روډ ټو مكه په پروژه كښې په ګډون د سعودي باچا او ولي عهد مننه كوو٬ په دې پروژه كښې د پاكستان ګډون د سعودي مشرتابه لخوا په وزيراعظم عمران خان د باور او پاكستاني اولس سره د يووالي څرګندونه ده۔ د خالي په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئيل چې حاجيانو ته د دوي حق بېرته وركول د عمران خان د سياسي بصيرت څرګند ثبوت دے۔ د هر يو كس په اخراجاتو كښې كمي سره به حاجيانو لپاره اسانيې پېدا شي۔ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د احساس پروګرام د لارې د فرق نه بغېر حقدارو ته حق وركول د وزيراعظم لخوا محروم طبقو سره د محبت٬ احساس او اولس دوستې د پالېسې عكاسي ده۔
متعلقہ مضامین
-
‘Eastbay Expressway to harness Gwadar Port’s role in int’l logistics’
-
Reports of petrol price hike send masses into frenzy
-
Dua Zehra wants to come back home, her mother claims
-
Establishment of lasting peace top priority: Bizenjo
-
PTI MNA threatens to carry out suicide attack if harm befalls Imran
-
AIOU appoints tutors for matric, intermediate programs
-
PHC Abbottabad bench judges visit Central Jail Haripur
-
Construction work on long awaited Kalash Road resumes
-
Sikh yatrees from India reach Pakistan
-
PM desires NA to adopt resolution condemning BJP leaders’ sacrilegious remarks
-
Minister seeks plan to shift railway to solar energy
-
Teachers demand regularization of services