واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي﴾ د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان او د اولس مشر ډونلډ ټرمپ ملاقات د دواړو هېوادونو تر مينځه د نوو اړيكو پېل دے٬ په امريكا مو واضحه كړې چې مونږ اېډ نه ټرېډ غواړو٬ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځه د توان٬ دفاع او امنيت په څانګو كښې په مرسته خبرې شوې٬ د وزيراعظم عمران خان دا دريځ منلې شوې چې د افغانستان مسئله به په طاقت حل نه شي۔ د دواړو مشرانو ترمېنځه د درې ساعته نه د زيات وخت ملاقات نه پس پاكستانې مېډيا ته بريفنګ وركولو سره خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل په سپينه ماڼې كښې د پاكستان او د امريكې د مشرانو ترمېنځه شوې ملاقات د شريكو اړيكو د نوي دور پېل كېدل دي٬ د ملاقات په مهال د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ د پاكستان او هند ترمېنځه د كشمير په بنيادي مسئله د ثالثې وړاندېز كړے۔ د امريكې اولس مشر د امريكې او طالبانو ترمېنځه په خبرو كښې په سهولت كارې د پاكستاني حكومت ستائنه كړې۔ خارجه وزير د كشمير په مسئله د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ دريځ ډېر واضح ګرځولو سره ووئيل په تېر وخت كښې د دې مثال نه موندلې كېږي۔ ده ووئيل امريكا پاكستان سره په پراخه بنيادونو پائيدار شركت غواړي٬ امريكا او پاكستان دواړه په افغانستان كښې امن غواړي۔ خارجه وزير د امريكائي اولس مشر د هغه بيان په خاص توګه ذكر وكړو په كوم كښې چې هغه وئيلي دي هغه پاكستان سره ښه تجارتي اړيكې غواړي او هغه د وزيراعظم ستائنه كولو سره وئيلي دي پاكستان سره به د امريكې شركت پياوړې وي۔ د امريكې اولس مشر د دې خبرې ستائنه هم كړې چې د پاكستان اوسنې سياسي حكومت او وسله وال ځواكونه په يو پېج دي۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل امريكې په افغان امن عمل كښې د پاكستان د كردار ستائنه كړې او د دې عزم څرګندونه ئې كړې چې دا عمل مخ په وړاندې بوتلل دي۔ پاكستان د وړومبې ورځې نه په افغانستان كښې د امن ملاتړ كوي۔ وزيراعظم عمران خان د وړومبې ورځې نه وائي چې د افغانستان مسئله به په طاقت حل نه شي۔ ده ووئېل دا دريځ منلې شوے۔ په سوئيلي آسيا كښې امن لپاره په پاكستان او هند كښې لويه طبقه كښې د امن ملاتړ كوي خو د دې په لار كښې د كشمير مسئله خنډ ده ۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په اوول آفس كښې د ملاقات په مهال د كشمير مسئلې د تاريخ نه خبر كړے۔ د امريكې اولس مشر په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا په كشميريانو د ظلمونو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو نه خبر كړې شوے۔ ده ووئيل په امريكا كښې زمونږ په خارجه كچه او د اولس مشرانو په كچه ملاقاتونه كېږي خو په معاملو كښې د شريكې مرستې دومره واضحه اشاره وړاندې كله هم نه ده تر نظره شوې ۔ ده ووئېل كه تاسو د اولس مشر ټرمپ په الفاظو غور وكړې نو معلومه به شي چې هند هم دا غواړي چې د كشمير مسئله حل شي او چې د كشمير مسئله حل شي نو د دې مثبت آغېز به په ټوله منطقه د رغونې او پرمختګ په صورت رامخې ته شي۔ اولس مشر په خپله د كشمير په مسئله د مصالحت وړاندېز كړے٬ په دې ملاقات كښې د پاكستان او امريكې ترمېنځه په تجارت هم خبرې شوې دي چې پكښې اولس مشر ډونلډ ټرمپ دوه اړخيزه تجارت د لس شل چنده زياتولو خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل سرمايه كارې لپاره بېلا بېل ملاقاتونه شوي او په دې ملاقاتونو كښې مو د امريكې مشرتابه ته وئيلي چې مونږ اېډ نه ټرېډ غواړو۔ زمونږ ځوانانو ته د روزګار ضرورت دے او دې لپاره د سرمايه كارې په شرح كښې د اضافې ضرورت دے۔ ده ووئيل اولس مشر ټرمپ د وزيراعظم څرګنده ستائنه كړې٬ د ملاقات په مهال د دواړو مشرانو په نظر كښې ډېر مطابقت ليدلې شوې۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan advocates resolution of conflicts through dialogue, peaceful means
-
Sustainable solutions to climate change need of the hour: moot
-
Federal cabinet reinstates Saturday holiday, reduces petrol usage of employees by 40%
-
Pakistan advocates resolution of conflicts through dialogue, peaceful means
-
Monsoon likely to begin in last of June this month: PMD
-
Country experiencing worst kind of energy crisis, severe heatwave
-
Medical tests find Dua Zehra a minor
-
The second Cold War
-
Shehbaz seeks explanation over report about Haj on govt expenses
-
President approves reconstitution of NEC
-
Minister vows to provide facilities to people of Balochistan
-
50MW IPP’s plant likely to be installed in Gwadar Port