واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د اېران په مسئله د مصالحت په حق كښې يو٬ مصالحت لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار يو٬ مونږ نه غواړو چې د اېران او امريكې ترمېنځه تاؤ تريخوالې زيات شي٬ د امريكې او اېران شخړې له امله د منطقې امن او معيشت ځپل كېدو خطر دے٬ هند سره ښې اړيكې غواړو٬ د پاكستان وسله وال ځواكونه وظيفه اي او د هر ډول چېلنج د مخنيوي صلاحيت لري٬ پاكستان سره ډېر جامع او موثر جوهري كمانډ اېنډ كنټرول سسټم موجود دے٬ اتومي وسلې د كومې مسئلې حل نه دي٬ امريكا هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د پاكستان او هند ترمېنځه مصالحت لپاره كردار ترسره كولې شي٬ اولس مشر ټرمپ د كشمير مسئلې حل لپاره كردار ادا كول غواړي٬ افغان شخړه په سياسي طريقه حل كېدے شي٬ داعش پاكستان٬ امريكې او افغانستان لپاره نه بلكې ټولې نړۍ لپاره خطر دے٬ اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات نه ډېر خوشحاله يم٬ اولس مشر ټرمپ سپينې خبرې كوونكې انسان معلومېږي۔ ده دا خبرې د امريكې ټي وي فوكس نيوز سره په خپله مركه كښې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان د امريكې او اېران تاؤ تريخوالي په اړه ووئيل چې د امريكې او د اېران د تاؤ تريخوالي به په پاكستان منفي اثرات وشي۔ ده ووئيل چې مونږ په منطقه كښې امن غواړو٬ د امريكې او اېران ترمېنځه مصالحت لپاره تيار يو۔ د پاكستان او هند اړيكو په اړه وزيراعظم عمران خان ووئيل چې مونږ هند سره ښې اړيكې غواړو۔ د جنګونو په وجه دا منطقه د وړاندې نه ځپلې شوې ده٬ په دې منطقه كښې د يو ارب نه زيات خلق اوسي٬ ځكه په منطقه كښې مكمل امن او خوشحالي غواړو۔ اتومي وسلې د كومې مسئلې حل نه وي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او هند ترمېنځه د شخړو اصل جرړه د كشمير مسئله ده۔ امريكا هغه يواځنې هېواد دے كوم چې د پاكستان او د هند ترمېنځه د ثالثي كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله حل شي نو پاكستان او هند يو بل سره د مهذب ګاونډيانو په شان اوسېدے شي۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د 72 كلونو څخه نه دې حل كړې شوې او د دې مسئلې د حل كولو نه بغېر په منطقه كښې امن ممكن نه دے۔ عمران خان ووئيل چې د شخړو حل لپاره اتومي جنګ كوم آپشن نه دے٬ هند دې اتومي وسلې پرېږدي٬ پاكستان به هم اتومي وسلې نه كاروي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې امريكا د شكيل آفريدي خبره كوي نو مونږ به د عافيه صديقي مسئله هم پورته كوو۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې د بنديانو د بدلون په اړه امريكې سره خبره كېدے شي۔ په منقطه كښې د ترهګرې په اړه وزيراعظم ووئيل چې امريكا او پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې نزدې اتحاديان پاتې شوي دي٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې د 70 زرو نه زيات قېمتي ځانونه ضايع شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو۔ د افغانستان په امن او استحكام كښې پاكستان د ټولو نه زياته خوښي لري٬ په ګاونډي هېواد كښې د ناامنې نېغ په نېغه آغېز په پاكستان كېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان افغانستان سره 1500 كلوميټره اوږه پوله لري٬ اولس مشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان كښې د مذاكراتو د لارې د امن راوستلو په هڅو زور راوړے۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان په هڅو افغان طالبانو سره د امن په تړون پرمختګ شوے٬ طالبانو سره اوسني مذاكرات تر اوسه د ټولو نه كامياب مذاكرات وو۔ وزيراعظم ووئيل چې طالبان د حكومت برخه جوړېدو سره بايد د اولس نمائندګي وركړې شي۔ افغان طالبان د افغانستان نه بهر كارروائې نه كوي۔ وزيراعظم ووئيل چې امريكې څو لسيزې په افغانستان كښې جنګ كړے٬ خو په افغانستان كښې امن او استحكام نه دې راغلې۔ د تېرو 19 كلونو په مهال امريكې په افغانستان كښې امن لپاره كردار ترسره كړے خو هڅې ئې نه دي كاميابې شوې۔ وزيراعظم امريكائي اولس مشر ټرمپ سره د ملاقات په اړه ووئيل چې اولس مشر ټرمپ سپينې خبرې كوونكې انسان معلومېږي٬ كوم چې د الفاظو لوبه نه كوي٬ زما ټول پلاوې هم د ملاقات نه خوشحال دے۔ اولس مشر ټرمپ د كشمير د مسئلې حل غواړي۔ د يو ارب نه زيات خلق په دې منطقه كښې اوسېږي٬ د كوم جنګ په نتيجه كښې به د نړۍ دا ټول خلق وځپل شي۔ مونږ په منطقه كښې امن غواړو۔
متعلقہ مضامین
-
Argentinian CJS calls on Air chief
-
Pakistan wins terror financing case against NBP in New York court
-
Punjab govt earmarks Rs19.40b for livestock and dairy development
-
Scuffles, sloganeering mar SA budget session
-
KP govt provides Rs30m assistance to minorities
-
Briefing to NSC based on intelligence, not opinion
-
Govt withdraws subsidy on electricity bills
-
Pakistan, Iran enjoy multi-dimensional ties
-
Women not wearing hijab ‘trying to look like animals’: Taliban posters
-
IHC sets aside own ruling in PTI prohibited funding case
-
‘Good news from FATF will restore confidence in our economy,’ says MoS
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation