اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) پاكستان او سعودی عربستان د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شوې دي۔ دا صلاح د سعودی عرب د اطلاعات او خپرونو وزیر تركی بن عبدالله الشبانه د شورو په ورځ خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره د ملاقات په مهال راغلې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ،اطلاعات او كلتور په څانكو كښې د مرستې زياتولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه اوشوه۔ خارجه وزیر ووئيل پاكستان،سعودی عرب سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ ده ووئېل د ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې سره دوه اړخيزه اړيكې له مستحكمې شوي۔ د پاكستان او سعودی عرب ترمينځه سیاسی، اقتصادی او كلتوري مرستې ودې لپاره”پاك سودی سپریم كوارډینیشن كونسل ” جوړول خوشبينه دے۔ خارجه وزیر ووئيل مونږ د سعودی عرب د اړخه د حج كوټه تر دوو لكهو په زياتولو د سعودی حكومت مننه كوو۔ دغسې دوي د دواړه هېوادونو ترمينځه د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو ته سلا شوې۔
متعلقہ مضامین
-
Five die as coach hits rickshaw in Mardan
-
Young woman shot dead
-
Sindh, Centre decide to remove all nags to start mega projects
-
Man kills, several injured during LG Polls in Sukkur
-
Pakistan reiterates resolve for creating a drug-free society
-
Mother language identity of every individual: Marriyum
-
Second sub-national polio vaccination drive starts
-
Pakistan sees slight decline in daily COVID-19 cases compared to last three days
-
Elections will be held in October, says Sh Rasheed
-
PML-N to win over 16 Punjab Assembly seats in by-election: Rana Sana
-
Court adjourns hearing of appeals against Hamza’s election till 30th
-
FPCCI supports transformation into riba-free economy